د طالبانو مرکچي پلاوی

طالبان باید خپل سیاسي او پوځي موقف نور هم غښتلی کړي

لیکوال محمد امین بسمل

محمدامین بسمل

له هرڅه مخکې له مخلصو، اتلو، په دین او ګران افغانستان مینو طالبانو مننه کوم، چې د خپلواکي او غزا بیرغ یې په مېړانه رپانده ساتلی، ورځ تر بلې سیاسي او پوځي بریاوې خپل مظلوم او ستم ځپلي ولس ته ډالۍ کوي.

د طالبانو له مشرتابه څخه په ځانګړي ډول منندوی یم، چې هم یې خپل اتل جنګیالي په پوځي ډګر کې خپل ولس او هیواد ته منظم او ژمن ساتلي او هم یې په سیاسي ډګر کې د غلیم مورچلې وردړې وړې کړې.

نږدې ده چې طالبان سیاست او جګړه دواړه وګټي خو خطر لا له مینځه نه دی تللی.

له یوې خوا په سپینه ماڼۍ کې تور تور ماران هره شیبه خپل سیاست بدلوي او له بلې خوا زموږ دخپل لستوڼي ماران د هر ذلت په منلو دخپل طفیلي ژوند اوږدول غواړي.

طالبان له خپل ننني موقف څخه باید اعظمي ګټه پورته کړي هغه دا، چې:

طالبان د مسکو غونډه کې په داسي حال کې په نړیوال رسمیت وپېژندل شول، چې خپلو غلیمانو یې د هیواد په ۷۰ سلنې د دوی واکمني ومنله.

په عین وخت کې د مسکو په غونډه کې ۱۲ بهرنیو هیوادونو هم ګډون درلود، چې طالبان پکې ډېر ښه وځلېدل مانا په رسمیت وپېژندل شول.

ورپسې په نړیواله کچه دطالبانو د اړیکو او ناستو راپورونه خپرول هم د دوی د رسمیت پېژندلو په مانا دي.

تر ټولو مهمه دا چې د عمران خان د لاپو شاپو په خلاف نه یوازې دا، چې طالبانو د اسلام آباد په ځای په ابوظبي کې غونډه وکړه او خپله خپلواکي یې عملأ په ثبوت ورسوله، بلکه کابلي ګوډاګيانو ته یې هم دلیدلو چانس ورنه کړ.

که طالبانو د ارګ له خماریانو سره لیدلي وای یا وویني نو خپل اوولس کلن مقاومت به په سیند لاهو او د اشغالګرو مرستندویان به وبلل شي.

دا چې لا کلونه مخکې مې په اکثرو لیکنو کې یادونه کړې وه، چې لاس په لاس لګیږي مانا خبرې باید یوازې له امریکا سره وشي او بس.

دطالبانو دې کور ودان وي چې زما دا ارمان یې را پوره کړ او ورڅخه بیا هم هیله کوم، چې دکابل له ادارې سره هیڅکله ونه ویني.

دکابل اداره باید تسلیم او توبې وباسي نه دا چې په قدرت کې شریکه شي.

پاته د نه وي، چې د ابوظبي له غونډې وروسته ټرمپ پېریانو واړاو له سورې څخه یې دخپلو پوځیانو دایستلو خبر ورکړ.

له افغانستان څخه یې هم دخپلو نیمایي سرتېرو د ایستلو اوازه خپره کړه، چې په نتېجه کې یې د دفاع وزیر استعفأ وکړه.

خو په کانګریس کې جمهوري پال سناتور ګرهام چې ګمان کوم دسادیزم ناروغي لري، له وینو تویولو او خلګو ځورولو څخه خوند اخلي ټرمپ یې دې ته اړیست چې له خپل تصمیم څخه واوړي او امریکایي سرتېري په سوريه کې تر یوې نامالومې مودې پرېږدي.

ټرمپ هم چې په اصل نا اصل دی د ګرهام فشار ته تسلیم او داعش یې یو ځل بیا پلمه کړ چې تر پوره نابودي به یې امریکایي سرتیري په سوریه کې پاته وي.

دخندا او حیرانتیا وړ ده چې دټرمپ سرتیرې په سوریه کې له داعش سره جنګیږي خو په افغانستان کې چې کله طالبان له داعش سره جګړه کوي د ښاغلي ټرمپ سرتیري د داعش په ځای په طالبانو بمونه اوروي.

نو محترمو طالبانو!

نور نو زموږ د ولس حوصله په ختمېدو ده تاسو هم په بهترین موقف کې قرار لرئ.

زه دحقوقو د یو کوچني شاګرد په حیث مشوره درکوم، چې همدا سبا سبا چې تاسو په قطر کې له خیره سره ناسته کوئ ستاسو له تحریک څخه دوه نور سیاسي او پوځي هیئتونه یو پیکینګ او بل مسکو ته ولېږئ.

دا دوه هیئتونه باید سره مختلط وي ما نا درۍ سیاسي غړي او درۍ پوځي غړي ولري چې جمعأ ۱۲نفره شي.

دا باید داسې کسان وي، چې په پاکستان کې هستوګنه ونه لري.

دوی باید له چین او روس سره داسې پوځي تړونونه لاسلیک یا یې لاسلیک کېدو ته تیار کړي، چې که د۲۰۱۹ کال په جریان کې امریکایان ونه وځي نو دا دوه هیوادونه چین او روس به رسمأ طالبانو ته پوځي مرسته ورکوي.

زما په غالب ګمان به چین او روس دا تړونونه په پراخه ټنډه درسره لاسلیک کړي.

روس خو هسې هم په غوسه دی ځکه، چې په سوریه کې امریکایان نور هم پاته کیږي.

چین هم د تایوان مسئله را ګرمه کړې ده بس نوهمدا یې وخت دی.

همدا ډول له قطر ور اخوا خپلې سیاسي نمایندګۍ په نورو بهرنیو هیوادونو لکه چین، ترکمنستان، روس، ایران او حتی هند کې هم پرانیزئ ترڅو نړیوال نور هم ستاسو په بې طرفي، حوصله او وړتیا مطمئن شي.

البته یادې نمایندګۍ باید دقطر دسیاسي نمایندګي تر امر لاندې وي.

که زما پورتنۍ مشوره مو ومنله باور وکړئ، چې امریکایان به ډېر ژر لار درسره یوسي هغه متل دی وایي، په مرګ یې ونیسه، چې طبې ته راضي شي.

دا مې هم واورئ، چې که زه دتاسو دتحریک مشر وای ما به لا څو کاله مخکې له چین او روس سره نه یوازې پوځي تړون لاسلیک کړای وای، بلګې عملاأ مې دچین په پوځیانو دګوادر خوا ساتله ځکه هلته چین د پانګونې پلانونه لري او روسان مې په اټک ځای په ځای کول.

ما به یو لوی افغانستان د دوی په شتون سره جوړ کړای وای.

بیا به د لر او بر خبرې نه، بلکې دلوی افغانستان خبرې کېدې.

درنو لوستونکو ته دې مالومه وي، چې موږ هم انسانان یو دخپل حق تر لاس کولو لپاره هر ممکن عمل باید وکړو.

دا چې ما پاس ولیکل، چې ما به چینایي او روسي پوځیان د ګران افغانستان په پخواني رسمي سرحد ځای په ځای کړي وای تاسو ته باید دتعجب وړ نه وي.

کله چې ببرک کارمل دهیواد داشغال لپاره په داسې حال کې له روسي پوځیانو سره تعهد کوي چې دهیواد یوه لوېشت خاوره یې هم په ولکه کې نه وه او په بله پېښه کې بې له کوم تعهد څخه امریکایان زموږ په پاکه خاوره یرغل کوي او وطن مو اشغالوي نو زه چې طالب مشر او ۷۰ سلنه خاوره مې په خپل کنترول کې وي ولې دا حق ونه لرم چې له بهرنیو پوځیانو دخپل هیواد دخپلواکي او خاصتأ دلوی افغانستان په جوړولو کې کار واخلم؟

که زه په پورتني کار بریالی شم نو دا د انګریزي ډیورنډ توره کرښه ، دغني اتمر او انګریزانو اغزن سیمونه به له واره لمبه لمبه کړم.

ستاسو درنو لوستونکو پام دې ته هم رااړوم کله، چې خاشقجي په ترکیه کې ووژل شو نو لومړی امریکایانو په سعودي مشرتابه ډېر فشار راوړ.

دسعودي مشرتابه چې ځان دحرمینو خادمین هم بولي په یوه رسمي اعلامیه کې یې امریکا ته ګوت څنډنه وکړه، چې که څوک موږ ګوښه کوي موږ به له هرې ممکنه مرستې ګټه واخلو حتی روسي پوځیان به په تبوک ښار کې ځای په ځای کړو.

نو کله چې دحرمینو خادمین دببرک کارمل په رول کې لوبیږي اوهغه مقدسه خاوره په روسانو اشغالوي نو زه ولي دلوی افغانستان دخپلواکي لپاره ورڅخه کار وانه اخلم؟

په بله بېلګه کې به دا دالخواره پنجابیان دریاد کړم، چې دجهاد په نوم یې زموږ له ولس او هیواد سره څومره جفاوې وکړي حتی زموږ له وجې د اتومي وسلې څښتنان شول او ځان ته تر ټولو کلک مسلمانان هم وايي نو چې هغه دخپلو ملي ګټو لپاره له روس سره پوځي تړونونه لاسلیکوي دا زه ولې حق نه لرم؟

یو څو ګیلې:

ګیله له دوسته کیږي هغه دا، چې لامخکې مې څو څو ځلې په لیکنو کې طالبانو ته اشاره ورکړې وه، چې خپل نوموتي کسان مو د پنجابیانو د تسلت له ساحې وباسئ خو نه پوهېږم ولې ددوی مشران بې له قطر څخه په نورو هیوادونو کې سر نه را پورته کوي؟

د محترم منصور صاحب له شهادت څخه مخکې مې په یوه لیکنه کې یاده کړې وه، چې ژر تر ژره خپل مخور کسان له پاکستانه بهر ملکونو ته وباسئ خو چا مې غږ وانه ورېد.

لنډه دا، چې یو ځل بیا له طالبانو څخه هیله کوم، چې:

۱ـ بې له پاکستانه د ګاونډیو هیوادونو مرستې جلب کړي.

۲ـ دسولې خبرې هیڅکله هم په سعودي عربستان او پاکستان کې ونه کړئ.

۳ـ که رښتیا هم دملګرو ملتونو سازمان بې پرې او بشر پال وي نو په افغانستان کې دې یوه سیمه یا ولایت دسولې دخبرو لپاره ځانګړی کړي تر څو طالبان دهرچا له اغېزه مصئون اوهلته دسولې خبرې په ښه وجه تر سره کړي.

په یاده اراضي دې هر ډول پوځي تحرکات که ځمکني یا هوايي وي بند کړل شي.

۳ـ دکابل له ادارې سره هیڅکه هم ونه ګورئ.

دګران هیواد دخپلواکي په هیله

avatar
16 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د محترم بسمل صاحب دينى او ملى احساسات او سپارشتنى د قدر ور دى . خو سه وكرو طالبانو ته الله(ج) دير صبر او زغم وركرى دى. ببرك كارمل د توله كمونستى بلاك د كومك سره سره سه ونكراى شول او اوسنى سعودى د امپرياليزم له تولو كومكونو سره سره سومره بى ايمانه ، بى همته او ريشخند دى . د طالبانو تحريك تر اوسه شكر دى يوازى د الله(ج) په توكل او دخپل ميرنى ملت په مرسته دير شه او دروند پر مخ درومى ، بل داچى سوك چاته وريا او بى هدفه شى نه وركوى خامخا به سه… نور لوستل »

هارون
میلمه
هارون

ښاغلی بسمل! ژوندی اوسې ډېره ښکلې او منطقي لیکنه او نظر دی. خدای پاک دې وکړي چې د طالبانو مشرتابه دې مهمو او ارزښتمندو ټکو ته پاملرنه وکړي او عملي یې کړي. ټولو ته ښکاره ده چې مېړنیو او مجاهدو پښتنو او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ډېرې جګړې ګټلي او د دې سپېڅلې خاورې غلیمانو ته یې شرموونکې ماتې ورکړي خو بیا له بده مرغه په سیاسي ډګر کې هغسې نه دي ځلېدلي لکه چې اړتیایې وه. نو اوس باید ډېره قوي او هوښیاره ډپلوماسي وکارول شي او د وچ سیاست او یا شرعیت له کارولو څخه دې… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

یا الله ج قیامت راتلونکی دی،
پخوانی ### بسمل صاحب په څومره خوږه ژبه طالیبان مسکو ،او چین ته رهنمایی کوی .

سیلاب
میلمه
سیلاب

بسمل صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی له مخه دی په همدی تصویر کی هم د معنویاتو نور ځلیږی تل ښکلی لیکنی کوی مونږ درسره نه پوهیږم چه فیس بوک اږ ایمیل کی یو وخت مرکه لرله که په یاد دی وی مونږ درڅخه د نوم په اړه پوشتنه وکړه چه کشکی نوم دی بسم الله وی تاسی راته وویل چه بسمل د کوم ښکلی مرغه نوم دی او که بله ډیره ښه معنی دی ورله ولیکله. زه هماغه یم دلته د کابل د غلامانو او بادارانو یو اجیر اربکی د پشتین په نوم تل ګډی وډی لیکی یعنی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هارون صاحب ! ستاسی له اسلامی احساساتو مننه کوم ، مګر تر دی زیاتو څیړنو ته اړه لری مونږ هم ستاسی په شان څه وخت دمخه ارزونی کولی بیا خینو ورونو می نظریات راسم کړل تاسی ته هم کټ مت د هغوی په شان څه ناڅه یادونه کوم چه خپلو ځینو نظریاتو کی تجدید نظر وکړی. تاسی لیکلی چه طالبان باید د وج سیاست او شریعت څخه ډډه وکړی ، ګاونډی هیوادونه ډير منافق هیوادونه دی له پیاوړی دیپلوماسی ورسره کار واخلی چه ومو نه غولوی او …. دروند وروره سوله د اسلام یو او سیاست یی بل نوم دی… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

بسمل صاحب ! په پشتین صاحب دی له پښو نیولی تر سره خارخ ولګاوو، د هغوی د کابل غلامانو او دجالانو خو د طالبانو په مقابل کی ځانله د مقابلی توانایی له لاسه ورکړی وه ، نو که اوس روس او چین هم ورسره د وسلو لاس اړونه ولری وسلی هم خیر ، چه د هوایی ضد ( سټینګرو ته ورته ) وسلی ورته ورکړی هم د کابل په ګډون د ټول افغانستان د پاره بسنه کوی . نو زه وایم چه سر له اوسه به یی خیتی له بادو ډکی شوی او د نوی کال په شان ډزی به… نور لوستل »

خوشال
میلمه
خوشال

زما په اند بسمل صاحب ډیره ښکلی لیکنه لیکلی، په ځانګړی ډول دا چه طالب مجاهدین په نظامی ډګر سربیره په سیاسی ډګر کی هم بریاوی خپلی کړی. د ماسکو له رسمی بلنی وروسته نړیوالو حتی امریکا هم په رسمیت وپیژندل ځکه یی سمدلاسه خلیلزاد ( ګوډ شیطان ) د خبل خآنګړی استاذی په حیث د طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو د پاره وټاکلو او راولیږلو. دا چه تاسی لیکلی د روس چین، ایران او داسی نورو هیوادو سره دی هر اړخیزی اړیکی ټینګی کړی که دا کار وشی سل په سلو کی د منلو وړده حتی اسلام هم… نور لوستل »

صلاح الدین ایوبی
میلمه
صلاح الدین ایوبی

بسمل صاحب ستاسی خبری می خوښی شوی خوشاله اوسی، خو زما یو نظر هم درسره واخله کیدی شی خوش دی شی، د لوی افغانستان خبره د نشنلستانو ( چه هغوی هم د نړیوال استعمار چرګوړی دی ) شعارونه او زمزمی دی، لوی افغانستان، لوی ننګرهار ، لوی قندهار ، لویه پکتیا او داسی نور د اسلام له مخی هم ناروا دی د لوی کلیمه د الله ج د پاره باید وکارول شی همدغه لویی ده چه د لوړ معنوی مقام پیری څخه ابلیس علیه لعنت جوړ شو. د منطق له مخی هم ناسمه ده ، که تاسی له روسانو ،… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ایوبی صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! تاسی د بسمل صاحب په لیکنه باندی تبصره کی ډیری شکلی موضع ته اشاره کړی ، زه هم د بسمل صاحب د دی خبری سره چه لوی افغانستان دی جوړ شی او یا جوړ نه شی مخالف نه یم ، زمونږ د خولی خبری کله کله صدق نه کوی استعماری قدرتونه حالات او شرایط بدلوی لکه انګریزانو چه زمونږ هیواد څه چه یو قوم سم نیمایی کړی ، که روسان موقق شوی وی کیدی شو چه ټول پاکستان یی د افغانستان سره یو کړی وی او یا نن صبا چه امریکا… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

محترم بسمل صاحب سلامونه اواحترامونه تقدیموم!طالبان خواوس سیاسی سول هم دقرآنکریم دجهاددفرضیت دخاطره کم وخت چه ددوی حکومت منځ ته راغلۍ دوی خودبل دایجنډااودافغانستان دخرابولودپاره یوحکومت جوړسودبل په اشاره دوی پوه اوتعلیم یافته ملک ته نه پریښوول که دوی په سیاست پوهیدای په ټول عمرله دوی حکومت چانسواخستلای وګوره خومینی اوحکومت یی هم په اسلام پوهید ل هم په سیاست څنګه تراوسه یوغښتلۍ مملکت دۍ ملحدین کونسټان (توده پارټۍ ) یی دملکه پسی واخستل ملک یی له منافقینوپاک کۍ زموږدطالبانوته اوس هم پوښتنه وکه چه تاسو مارکس،انګل اولینین پیژنۍ نه یی پیژنی دوی تنهاجهاد اودملک آزادی له کفاروچه پرفرض ده… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

اسلام علیکم بسمل صاحب. لیکنه د کړی ده.خو نه پوهیږم چه دا لیکنه د په کوم حالت کی کړی ده.؟مثال تا لیکلی چه طالیبان د چین،روس او داسی نور هیوادونه سره قراردادونه وکړی اسلحه د راوړی. وروره،طالیب د ځان علاج لپاره پاکستان ته هم په ډاډه نشی تللی ،نو روس چین کی به څنګه قراردادونه وکړی؟ بل دا چه تا لیکلی چه له دال خوره پنجابیانو څخه د لیری شی، د دال خوارو پنجابیانو څخه چیری ولاړ شی؟اولس کاله یی سرمایه ګزاری په کړی ده،پرویز مشرف انتریو وګوره،هغه وویل چه ،خواره واره طالیبان می سره ټول کړل او نیابتی جګړه… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین ساده کی ګلداره مګر کله کله ضد او نقیض خبری هم لیکی او کله بیا په ځان او خپل لید لوری هم شعوری یا غیر شعوری برید کوی. دوه خبری لکه هر شعر کی چه اخری نیم بیتی تکراری لیکل کیږی یا ویل کیږی دی د غلامی غنی ( دامریکایانو نانځکه ) سره د سولی تاکید کوی کوم چه باید محاکمه شی د اولسوژنی د پاره یی د امریکایی قصابانو سره د غلامی تړون لاسلیک کړو او ….. خپله په هالیند سوسیال ته یی پشی غځولی یا لاسونه رانغښتلی او نورو مهاجرو ته د جرمنی، لندن، واشنګټن او نور… نور لوستل »

محمد امين بسمل
میلمه
محمد امين بسمل

خپلې نېکې هیلې اوسلامونه دنن ټکي اسیا درنو چلوونکو، لوستونکو اوتبصره لیکونکوته وړاندې کوم. له قدرمن جمیل او هارون څخه مننه کوم، چې خپل نیک نظریې راسره شریک کړی کور یې ودان. محترم سیلاب صاحب له تاسو څخه هم مننه کوم چې دخپلې همغږي تر څنګ مو پخواني یادونه راتازه کړل الله ج دې اجرونه درکړي او دا د اجیر اربکي ګړز به دلیکنې په اخېر کې ترې جګ کړ. له محترم الحاج استاذ بیانزي څخه هم مننه کوم، چې برخه یې اخیستې او هروخت یې ښه نظریات وړاندې کړي دي. د مجاهدصاحب له خلص اوپیرزوینې څخه هم مننه کوم… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بسمل صاحب، ستا تبصره می ولوسته ،خپله تبصره می هم څو ځله ولوسته،زما په تبصره کی خلاصه شیان دا وه چه.سوله ته چه کار وشی،افغانستان کی اسلحه ډیره ده نوره مه راغواړی،مکتب ،مدرسه ،قلم ،کتاب فابریکه،اوبه بندونه ،برق او داسی نور لپاره ستاسو توجه غوښتی وه، زه کوم سیاسی او تعلیم یافته سړی نه یم،او حقوق می هم نه د لوستی. خو د مسلمان ،ورور تره زوی ،په حقوق ښه پوهییږم ،هیڅکله به افغان پسی هم د اسلحه راوړلو مشوره چا ته ورنه کړم،او نه به یو افغان د بل افغان وینه توییدنه ته تشویق کړم.مهمه دا چه ته په… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

بسمل صاحب تاسو ته سلامونه وايم

خدای ﷻ وکړي چې ستاسو د اوږده غياب اسباب ټول د خير وي.

زما ډېره درته سودا وه چې دا دومره موده مو ولې ليکنې مخې ته نه راتلې

خداي ﷻ دې ستاسو په شان سرشاره او خپلواک افغانان ښه او ډېر لري،،، امين

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

……………………………….ارمان…………………………..
تر پرون د هورا نعری وهلی……………..په رڼا ورځ د ګرباچوف ګوتی څټلی
نیکه می ورپسی واخستل ستا باداران………وطن نه یی وشړل دا سره شرمښان
یو څو امریکایان پاتی دی دا نه پریږدمه………..قسم په خدای تر تا یی هاخوا تیرومه
نوی بادار چین ورسره روس ………………..یو ځل بیا غواړی چه رایولی دا کنجوس
یو ځل می پریښودلی په صداقت………….دا وار حساب کتاب درسره کوم په عدالت
……………………………….غمی،پښتین،سټی کنډو،پکتیا ګردیز

الهام
میلمه
الهام

بسمل صاحب ! د غوربندی صاحب د خبرو په تایید ډیره موده نه وی الله ج دی وکړی چه څه ناروغی او یا کومه دجالی ستونزه درته نه وه پیښه شوی که پیښه وی له دی وروسته به درته دعاګانی کوو چه بله او له دی زیات پیښه نه شی. د لویی په اړه : د ایوبی صاحب دخبرو په تایید د (( لویی )) فتنه ډیره لویه فتنه په ځانګړی هغه چه د هیوادو ، ولایتو او سیمو به اړه وی ، لکه تاسی چه د لوی افغانستان یادونه کړی. ابوبی صاحب یی په اړه پوره تشریح کړی مونږ… نور لوستل »

قیضان
میلمه
قیضان

ستاسی د لیکنی په اړه چه کومو ورونو تبصری لیکلی ټولو ستاسی شخصیت او ستاسی لیکنه ستایلی، تاسی دیر منور شخصیت یاست چه هر څوک مو په ښه نوم یادوی او لیکنی مو اموزنده او د مننی وړ دی . مګر د یوه کس په اړه دی بی له دی چه نوم یی یاد کړی تاسی ورته د اربکی نوم ورکړی وو هغه کس باید په زوره له ځانه په رشتونی اربکی نه وی جوړ کړی ځآن یی په خپله په دی نوم مسمی کړی چه وروسته یی ستاسی هغه برخی لیکنی ته اربکی ځوابونه لیکلی حیرانوونکی ده بسمل صاحب… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

مونژ مسلمانان هدايت شوى ودى ته يو چى كه كوم معلومداره منافق سره هم مخامخ شو بايد چى په نيكه او احسنه لهجه يى د پوهاوى كوشش وكرو ، داسى بايد ونه كرو چى هغه منافق له ديره قهره نور هم پخپل عقيده باندى تر پخوا لا تينگ شى .