پاکستان په افغان سوله کې یوځل بیا لغته ووهله

لیکوال: شفیع اعظم

شفيع اعظم

پاکستان له پېداښته تر ننه په افغانستان کې هغسې ګټې پالي کوم چې افغانانو ته په تباهۍ تمام شوي.

پاکستاني چارواکو د ابو ظبۍ ناسته کې ټوله لابي د پاکستاني ګټو خوندیتوب لپاره وکړه او د ځینو سرچینو په حواله د قطر ننۍ ناسته هم د پاکستان د منافقت او شرارت له امله کنسل شوه. ابو ظبي ناسته کې د پاکستان ګډون او ښکېلتیا لپاره امریکا او ځینو نورو کړیو خپل ټول فشار وکاروه او طالبان هم د ځینو فشارونو او مجبوریتونو له کبله یاده ناسته کې د ګډون چمتوالی وښود.

یو څه چې په تجاربو ثابت دي هغه دا دي چې هر کار کې که فشار ګټور وي، وي به اما سوله کې فشار خطرناکې پایلې لري او دا په سوله نه په یوې بله غمیزې منتج کېږي.

د پاکستاني مقاماتو د دې دومره شرارتونو باوجود؛ حکومت یو ځل بیا پاکستان ته پړي خوشې کړل او همدا اوس د سولې د دارالانشا رئیس محمد عمر داودزی پاکستان ته په سفر تللی او هلته له مولانا فضل الرحمن سره ناست دی. فضل الرحمن په اوسنیو طالبانو هیڅ ډول نفوذ نلري او نه هم دې موقف کې دی چې پر طالبانو خپلې غوښتنې ومني. دا ډول هڅې نشي کولای طالبان هغه څه ته مجبور کړي، کوم چې افغان حکومت یې تمه لري بلکه برعکس کولای شي پاکستان سره مرسته وکړي چې له امریکا، ګاونډیو هېوادونو او افغانستان نه ډېر څه ترلاسه کړي.

په دې ټکي باید ټول سر خلاص کړي چې پاکستان په هیڅ صورت له طالبانو سره هم د زړه ملګرتیا نلري او علت یې هم دا دی چې طالبان په افغانستان کې د قوي مرکزي نظام فکرونه پالي او دا هغه څه دي چې د پاکستاني سټبلیشمنټ سټراتیژیکې موخې ګواښي.

پاکستان د خپلو ګټو خوندیتوب لپاره هر ممکنه لار کارولای شي نو ولې افغان حکومت نشي کولای طالبانو سره د افغان ګټو خوندیتوب په پار ګډه ژبه ومومي؟

افغان حکومت دې نور دا له زړه وباسي چې امریکایان به دلته ابدي مېشت وي نو ټول فکر دې پر دې متمرکز کړي چې د دوی له خروج وروسته څرنګه د کورنۍ جګړې مخنیوی او د ګاونډیو له لاس وهنو افغانستان خلاصولای شي.

دا کار له طالبانو سره د باور جوړونې او اړیکو جوړولو پرته ناشونی دی. متاسفانه له طالبانو سره د حکومت ټولو باور جوړونکو هڅو پیغوریز او د ملامتیا اچونې رنګ درلود. حکومت ته پکار ده چې په دغه لاس نیول شوې پالیسي له سره غور وکړي.

افغان حکومت باید په ځینو مواردو کې طالبان درک کړي او هغه مسایل چې واقعا امریکا سره قابل د بحث دي د یوه افغان په صفت پرېږدي چې له امریکا سره حل شي. په دغه برخه کې دې د وار له مخه ښکېلتیا کوښښ او بې ځایه ضدیت نکوي.

حزب اسلامي سره سوله باید حکومت ته لوی درس وي. حزب اسلامي د امریکا پر ځای ټول مسایل له افغان حکومت سره ومنل نو همدا علت دی چې ځینو بندیانو خلاصون او نورو توافقاتو عملي کولو کې حکومت تر ننه پړ دی؛ علت یې هم دا دی چې امریکا یې ور سره نه مني.

که څوک د حزب اسلامي په څېر د طالبانو د راتګ خیال په ذهن کې لري نو دا واقعا له عیني شرایطو نه د بېخبرۍ په مانا دی او هر څومره ژر چې ممکنه وي دا خیال دې خاص د افغان غمیزې د پای په پار له ذهنه وباسي.

د حزب اسلامي امیر په کراتو په عامو او خاصو مجالسو کې ویلي/وایي چې دوی کابل ته د راتګ تصمیم نیولی وو.

آن که حکومت دا شته شرایطو کې یو هم ور سره نه وای منلې نو بیا هم حزب کابل ته د راتګ هوډ درلود. دا هغه څه دي چې طالبان د دا ډول راتګ پلان څه حتا تصور هم ذهن کې نشي کولای.

یو څه چې طالبان یې هم باید نظر کې ونیسي هغه حکمتي انعطاف دی. که طالبان غواړي له امریکا ډېر څه ترلاسه کړي، افغانستان او ځان ته زرین تاریخ پرېږدي نو خپلې اړیکو جوړولو کې باید تر بل هر چا زیات لومړیتوب افغان ښکېلو لورو ته ورکړي. په هره ممکنه لار چې وي په افغانستان کې د مطرحو اشخاصو، ګوندونو او حکومتي چارواکو رضایت او خپلولو لپاره لیده کاته او تماسونه تشدید کړي.

که طالبان همداسې د حکومت او حکومت د طالبانو سپکاوي ته دوام ورکړي نو د ورځې پای کې به دواړه بایلونکې وي. یو وخت به امریکا کډې بار او ټول امتیاز به د پاکستان په غېږ کې پروت او افغانانو، طالبانو او حکومت ته به له تاریخي بدنامۍ او بدمرغۍ پرته نور هیڅ په لاس نه وي ورغلي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

ديرى مقالى به وليكل شى او دير سفرونه به هم وشى دير نصيحتونه او سپارشتنى به نورهم طالبانوته وشى . خو د افسوس زاى دادى چى ديرى د گران افغانستان اسلامى او ملى ارزشتونو ته چندانى توجه نه كوى هر سه چى يى باد كرل باد يى كرل . دوى اصلاًً په دى نه پوهيژى چى طالبان ولى او پر سه جنگيژى ، د سه لپاره تر خپل نفس او مال تير دى ، ولى يى امريكا د تولى دنيا د مرستى سره نشى ماتولى ، كه دوى پدى پوه واى چى د طالبانو سره الهى غيبى مرسته ده طالبان… نور لوستل »

ملا کم سواد اخند
میلمه
ملا کم سواد اخند

شفيع اعظم صاحب السلام عليکم !
د پاکستان حکومت خو واقعاً چي له ډېرو غټو انسي شيطانانو څخه جوړ دي، خو زه په دې اړه زموږ خپل متل درته وايم، وايي:« وني ، وني اور دي وسو له خپلي کو.. ». او ګيله له خپلو کيږي. مننه.

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دملحدینوزهنونه الله داسی مسمون کړی دی دانه سنجوی چه ملحدینوکم یوداسی کارکړۍ دۍ چه طالبان دهغه کاردخاطره له اشرفغنی اوډلی سره یی دیوافغان په صفت خبری وکی اودمسئلی حل وسنجوی بیله قتلو،کلونړولواوظلمونجیب ګوهم چه حالت یی دغنی رقم سومسلمان اوافغان سو،الله په قرآنکریم کی فرمایی : کله چه تاسوزماقهرووینۍ بیاتوبه کاږۍ دغه وخت زه ستاسوتوبه نه قبلوم-دانسان خاصیت په ورځ اوکال نه بدلیږی،لکه داناربوټۍ چه له شروع داناردتولید خاصیت په ځان کی پیداکوی دغه رنګه انسان له پیدایښته له ځانه سره دکفراواسلام نظرلویوی. یودم انارپه توت نه پیوندیږی.عبدالواحداڅګزۍ

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د طالبانو اسلامی تحریک هیڅ ډول امتیاز د شیطانی امریکا څخه نه غواړی یوازینی غوښتنه یی د امریکا وتل دی .
امریکا باید دا ورسره په ورین تندی ومنی چی دوی د طالبانو اصلی مدعیان دی او دوی باید د افغانستان اسلامی تحریک سره جوړ راشی .
ریښتینی افغانان په هیڅ ډول د کفری هیوادونو اډی خپل هیواد کی نه غواړی یوازی هغه کسان د کفر اډی دلته غواړی کوم چی ټول عمر یی په غلامی کی تیر کړی دی لکه د شروفساد بدنامه ډله.
انشاالله اسلامی امارت د جګړی ګټونکی دی او د هیچا منځګړی توب ته اړتیا نه لری.

رحمت افغان
میلمه
رحمت افغان

ښه نظر دی