د هیواد په داخل کې د مذاکراتي بهیر د تنفیذ ارجحیت

عبد الرحیم (ثاقب)
لیکوال او سیاسي شنونکی

د طالب مذاکراتي ټیم او زلمي خلیلزاد د دفتر د وروستیو معلوماتو پر اساس په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ کیدونکې غونډه تر نامعلوم وخت پوري ځنډیدلې ده.

که څه هم چې په رسمي ډول د قطرغونډه چې د رسنیو لخوا یې د روانې میاشتې په نهم او لسم تاریخ د جوړیدو خبر ورکړل شوی و د ځنډ په اړه طرفینو لخوا تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو داسې انګیرل کیږي چې د غوندې د خبرو په اجنډا باندې د طرفینو د اختلاف له امله دې هغه ځنډول شوې وي.

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

معمولا په بین الدولي منازعاتو کې د سوله ییزو مذاکراتو د پیلولو لپاره د وسیط ‎( منځګړي) شتون ته اړتیا وي.
وسیط ته اړتیا هغه وخت لیدل کیږي چې د متنازعو طرفینو ترمنځ د شته ملحوظاتو پر اساس مخامخ کیدل او جوړ جاړی ناشوني وي.

د ديپلوماتیکو مقرراتو له مخې په وسیط کې دا خبره اساسي شرط دی چې هغه به د متنازعو لوریو ترمنځ کاملا پي پري او په دواړو طرفونو مسلط وي.

د منځګړي په واسطه د جګړې د طرفینو ترمنځ هرډول مذاکرات که هغه د جګړې د پایته رسولو، که د اوربند کولو او که د بندیانو د تبادلې په اړه وي تر سره کیدای شي.

اوس مهال چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکراتي بهیر پیل شوی د داسې منځګړیو په وسیله تر سره کیږي چې په هغوي کې د وساطت دواړه مهم شرطونه منتفي دي.

هغوی نه د امریکایانو په مقابل کې غیر پلوي او نه هم پر هغو مسلط دي.

تر اوسه چې خبرې شوې هغه د قطر ، متحده عرب امارات ، سعودي عربستان ، او پاکستاني استازیو په منځګړیتوب شوي او هغه ښکاره خبره ده چې هر یو یې تر طالبانو هم د امریکا پلوي او هم د هغوی تر مطلق اغیز لاندې ده.

چې په دې صورت کې د دې په ځای چې د یادوهیوادونو منځګړیتوب له طالبانو سره مرسته وکړي هغوی ته تاوان کوي.

ځکه د طالب مذاکراتي ټیم په مقابل کې امریکايي لوری ورباندي تقویه او متعدد کیږي.

همدا راز کله ناکله بهرنيو هیوادونو ته د طالب مذاکراتي ټیم په سفر کې داسې ستونزې رامنځته کیږي چې د غونډې د ځنډیدو او یا بلکل لغوه کیدو لامل کیږي.

لهذا طالبانو ته له هیواده بهر له امریکایانو سره د مذاکراتي غونډو جوړولو په ځای د هیواد په داخل کې د هغوی تر سره کول ډیر غوره او مناسب دي.

د هیواد په داخل کې د طرفینو ترمنځ مذاکراتي بهیر تر سره کول د افغانانو لپاره په مذاکراتي بهیر باندې د باور کولو زمینه مساعده وي.

د هیواد په داخل کې د مذاکراتي بهیر تر سره کول ډیر آسانه دی او هغه په دې ډول چې طالبان او امریکايي جهت دهیواد په داخل پر کوم ولایت د مذاکراتي پروسې د پرمخ وړلو لپاره توافق وکړي او لکه څرنګه چې د ابوظبي غونډې ته له ګونتنامو څخه د راخلاص شویو طالب چارواکو په رسولو کې شرائط مهیاء کړل شول هماغه ډول د هیواد په داخل کې د مذاکراتو تر سره کولو ځای ته د طالب استازیو د رسولو لپاره شرائط مهیاء کړل شي.

د طالبانو او بهرنیانو ترمنځ په داخل کې ترسره شوي مذاکرات.

له بهرنیانو سره د طالبانو د مقاومت په ۱۷ کلنه دوره کې د هیواد په داخل کې دوه ځلې علني مذاکرات تر سره شوي چې کاملا د طالبانو په ګټه پایته رسیدلي.

لومړی ځل په ۱۳۸۵هشـ ۲۰۰۷ م کې طالبانو د هلمند په ولایت کې له ایټالوي ځواکونو سره د بندیانو د تبادلې په اړه رسمي مذاکرات وکړل.

په یادو مذاکراتو کې طالبانو وکړای شول د استاد محمد یاسر، لطف الله حکیمي حافظ حمد الله او ملا منصور داد الله په شمول ۵ تنه لوړ پوړي چارواکي د ایټالوي ژورنالیست ماسترو جیاکومو په عوض کې تبادله او راخلاص کړي.

دوهم ځل په کال ۲۰۰۷ کې طالبانو د غزني ولایت په مرکز کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرسره مخامخ مذاکرات وکړل.

په یادو مذاکراتو کې طالبانو د۲۳ کوریايي بندیانو په پریښودلو موافقه وکړه او جنوبي کوریا د هغه په عوض کې له افغانستان څخه خپل ټول پوځي ځواکونه وایستل.

که څه هم چې له دې ماسیوا نورهم د امریکا په ایتلاف کې شاملو هیوادونو له طالبانو سره د خپلو بندي اتباعو د خلاصولوپه غرض پټ او نا اعلان شوي مذاکرات تر سره کړي خو پورتني دوه مورده اعلان شوي مذاکرات د طالبانو په مذاکراتي پروسې کې تر ټولو موفق، تر ټولو مثمر او تر ټولو نتیجه ورکوونکي مذاکرات بلل شوي.

په یادو دواړو مذاکراتو کې هم پر جانب مقابل باندې د طالبانو تغلب حاصل شو او هم خبره د طالبانو د غوښتنې مطابق حل شوه.

په اوسني مذاکراتي بهیر کې هم که طالبان د هغه بعدي مراحل د افغانستان په داخل کې تر سره کړي څو ګټې به ورڅخه تر لاسه کړي:

لومړی د هغو ټولو تبلیغاتو مخنیوی به باندې وشي په طالبانو پوري د هغوی د موقعیت او په هغه پوري د
اړونده موضوعاتو په اړه کیږي، نه به د مذاکراتي بهیر د کوربه هیواد الوتکو ته اړتیا لیدل کیږي ، نه پاسپورتونو او نه بل هیڅ شي ته .

دوهم: به طالبان د مذاکراتي بهیر د کوربه هیواد له احسان ښودلو او سیاسي مزاحمت څخه خلاص وي.

دریم : هغه ادعاء به یې په عملي حقیقت بدله شي چې دوي یې پر نیمايي افغانستان د حاکمیت په اړه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دابه و منو چى هرسوك و هر چاته نيكه سپارشتنه او نظر وركولاى شى كه هغه يى امير او حكمران هم واوسى . كه مونژ دا ومنو چى د طالبانو تحريك د يوه او يا سو كسو له خوا رهبرى شوى تحريك ندى او نه هم پدى كى تصميم نيول د يوه او يا سو كسو كار دى نو بيا به مو د زره تسل موندلى وى، ددوى و مخى ته قرانكريم، نبوى حديثونه او د اسلام او أفغانستان توله تاريخ پروت دى ، دا تحريك د ديرو زبده ، مجربو او مجاهد علماء دين له لورى رهبرى شوى تحريك… نور لوستل »

حامد منصور
میلمه
حامد منصور

جمیل صیب ! که د نړیوالو منازعاتو تاریخ ته وکتل شي نو یرغلګر قوتونه تر ماتي وروسته تل دا کوښښ کوي چې د سولې خبرې له د اشغال شوې هیواد له محدودې بهر تر سره کړي . په دې کې د اشغالګر هیواد اصلي هدف دا وي چې د مقاومت کوونکي لوري بریا له پامه وغورځوي . په ۱۹۸۸ م کې کله چې روسان له افغانستانه وتلو هم هغوی د مجاهدینو له شتون پرته په ژنیو کې له امریکایانو او پاکستانیانو سره کیناستل او ځانته یې له افغانستان څخه د وتلو لپاره پلمه جوړه کړه. اوس دا ځل امریکایان عین… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

منصور صاحب السلام عليكم ستاسو خبره سمه او مثالونه هم سم دى . نه يوازى د هيواد پخوانى مذاكرات چى په بهر كى وه د نرى توله مذاكرات همداسى دى دا اوس يو نريوال تامل او رواج دى د نوى مشترك نظام لپاره چى د همسايه گانو او نورو لويو قدرتونو په خوشه دولت جور شى، د ١٩٨٨ په مذاكراتو كى د افغان مجاهدينو مشرانو توله اختيار و پاكستان ته ورسپارلى و . سنگه چى طالبانو مخكى هم نريوال غلط رواجونه ناقصه كرى دا به هم ناچله او ناقصه كرى او دا موقع به نوروته په لاس ورنكرى چى خپل… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سلامونه ثاقب صاحب.
په زړه پوری لیکنه،خو منی یی په چا؟د طالیبانو غورزی پرزی نه داسی معلومیږی چه دوی خپلواک نه دی،دوی غواړی چه افغانستان کی د یوی توت ونی لاندی ټغر هوار کړی خبری وکړی.
خو متاسفانه پاکستان دا اجازه نه ورکوی چه تاسو داخل کی خبری وکړی ،سوله وکړی. دپاکستان عمومی پالیسی کی لیکل شوی .چه افغان به د افغان په لاس وژنی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب ! الله دی اجرونه درکړی ښکلی لیکنه وه زه به هم ورسره څه اضافه کړم . تاسی د غونډی ځنډیدلو دپاره د مخالف اړخونو په ځینو مسلو کی بن بست ته رسیدل هم شاید ددی باعش شوی چه د غوندی ځای او وخت بدل شی. خو زه پکی نور دلایل هم وینم او هغه داچه: غوندو د پاره چه دمخالف اړخ استاذی پکی حضور او د خبرو کولو صلاحیت لری شتون لری او هم د قطر هیواد د طالبانو او امریکا دواړو د پاره د منلو وړ او د خبرو د پاره یوآځنی برابر هیواد دی . مګر… نور لوستل »

سیلاب
میلمه
سیلاب

ه زړه پوری لیکنه،خو منی یی په چا؟د طالیبانو غورزی پرزی نه داسی معلومیږی چه دوی خپلواک نه دی،دوی غواړی چه افغانستان کی د یوی توت ونی لاندی ټغر هوار کړی خبری وکړی. خو متاسفانه پاکستان دا اجازه نه ورکوی چه تاسو داخل کی خبری وکړی ،سوله وکړی. دپاکستان عمومی پالیسی کی لیکل شوی .چه افغان به د افغان په لاس وژنی ثاقب صاحب ! د نن ټکی اسیا پاڼی ته یو وایروس دننه شوی کله په یوه او کله بل نوم تبصری لیکی چه د خبلواکو او بیطرقو لیکوالو حقایق ولټه او یا کمرنګه او کم خونده کړی. دی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

سیلاب صاحب.، ما کوم درواغ نه دی لیکلی.ثاقب صاحب ته هم د هر څه پته شته،ثاقب صاحب زما د پلار پوخ ملګری دی ، او ثاقب صاحب ما د حاجی ظفر په مرکز (خوست فتح )په وخت کی زه ډیر کشر وم لیدلی دی،نخه یی دا چه سپین کالی یی اغوستی وه، زه اوس د شهید احمد غنی یو بیت درته لیکم ،دا بیت ما له احمد غنی څخه په یاد دی. حق ته به حق وایم څو چه روح زما په تن وی. له حقه به تیر نه شم، چه ساه می په بدن وی ،له حقه به تیر… نور لوستل »