طالبان: د اسلامي هیوادونو فشار پر مونږ ګټه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته تر هغه چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د نن ورځې ټاکل شوې ناسته وځنډېدل، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي چې پر دوی د اسلامي هیوادونو فشار ګټه نه لري، باید له دغې لارې استفاده ونه شي.

د طالبانو د ورځې په خبره/ سیاسي تبصره کې چې سرلیک یې دی: «مذاکرات په فشارونو نه کامیابیږي…!!» ویل شوي چې مذاکرات کله هم په فشارونو نه دي کامیابه شوي او نه به دلته ګټه ورکړي.

دوی ویلي: «امریکایی لوري په دې هڅه کې دی چې د معضلې د بنسټیز حل ور اخوا د خپلي موخي د ترلاسه کولو لپاره له اسلامي هیوادونو نه د فشار کارولو استفاده کوي، او داسي ښکاري چې هغوی د فشاري ابزارو په ډول کارول کیږي، یا خو د امریکايي اړخ نه هغوی ته د فشار اچولو ټاسک ورکول شوی او یا دا چې د امریکايي پلاوي له کړو وړو نه په استفادې هغوی د فشار اچولو په وسیله، خپل اهداف تعقیبوي».

په ورته توګه طالبانو پر امریکایي لوري د نیوکې په توګه ویلي چې دوی ته نه دي په کار چې هغه خبرې د توافق پرته رسنیزې کړي پر کومو چې دوی بحثونه کوي او لا نهايي پرېکړه نه وې شوې، چې په مثال کې يې د جدې د غونډې یادونه کړې.

د یادونې وړ ده چې په ابوظبي کې تر ناستې وروسته داسي خبرونه رسنیز شول چې ګواکي راتلونکې غونډه په جده کې کیږي، تر دې اندازې چې افغان حکومت اعلان وکړ چې دوی د جدې غونډې لپاره پلاوی ټاکلی.

بلخوا د ابوظبي څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې هم وویل شول چې راتلونکې ناستې به هم په اماراتو کې کیږي، چې طالب سرچینو دغه خبر رد کړ او نن ټکی اسیا ته یې وویل چې په ابوظبي یا جده کې د بلې ناستې په اړه هیڅ موافقه نه وه شوې.

د کتونکو په باور طالبان چې په خپله رسنیزه تګلاره کې عموما د ډیرو مصلحتونو او احتیاط څخه کار اخلي، د نن ورځې په خبره کې يې دغسي حساسې موضوع ته اشاره په ډاګه کوي چې د سعودي، پاکستان، امارات، ایران او قطر په شمول د ځینو اسلامي هیوادونو د مسلسلو تماسونو او فشارونو څخه په تنګ راغلي دي او غواړي چې دغه پروسه له هر ډول فشار څخه لیري وساتي او امریکا د جګړې د مهم اړخ په توګه یو طرف ته کړي او خبرو ته ورسره ادامه ورکړي.

طالبانو د ټرمپ هغې ارادې ته هم اشاره کړې چې غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او افغانستان افغانانو ته پریږدي، او ټینګار یې کړی چې د امریکا مذاکراتي ټیم هم باید دغه خبره درک کړي او په سنجیده او صادقانه ډول د طالبانو له خوا ورکول شوې «موقع» ضایع نه کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

اسلامی امارته دا پکار ده چی د نورو هیوادونو تر فشار لاندی ځان رانولی ځکه چی دا نور اسلامی ملکونه په یو ډول نه په یو ډول د امریکا ګوډاګیان دی او له هر څه نه د امریکا ګټوته لمړیتوب ورکوی.
لکه څنګه چی له اوله امارت خپل مدعی امریکا بللی وه همداسی دی په خپل موقف ولاړه وی انشاالله دا لوی شیطان به لوی الله (ج) شرموی او انشاالله بریابه د اسلامی امارت وی .
او امریکابه ضرور د مذاکری میز ته رادرومی که په هر قیمت وی نو پکار نه دی چی د ګوډاګی ملکونو خبروته غوږ ونیول شی .

جميل
میلمه
جميل

امريكايان دى دا فكرونه له سره وباسى چى گوندى طالبان به خطاباسى او يا له خپلى خبرى او لارى دى منحرفه كرى.
امريكا ته پكار ده چى د ناكامه خليلزاد پر زاى بل استازى راميدانته كرى ، اازموده را اازمودن خطاست