طالبانو عبدالولي «جارقلم» خوشي کړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو هغه بندي ته عفوه وکړه چې څو میاشتې تر مخه یې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې نیولی وو.

فیسبوکي فعال عبدالولي او یا قلم جار به هره شپه د فیسبوک له لاري په ژوندۍ بڼه نشریات کول او اکثره به یې یا خپله ښکنځل او پوچ پاچ ویل او یا به یې داسي کسانو ته د خبرو موقع ورکول چې د طالبانو او نورو افغانانو په اړه سپکې خبرې او ښکنځلې وکړي.

نوموړی په فیسبوک کې په ځینو اصطلاحاتو ډیر مشهور شو، په ځانګړي ډول چې ځانته یې قلم جار ویل او دا خبره به یې ډېره تکراروله چې طالبان د قلم په زور چپه کوي.

له رسته اړخه لومړی: عبدالولي جارقلم

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته د یوې خبرپاڼې په را استولو ویلي چې «دغه کس مجاهدینو، علماء کرامو او دیني اقدارو ته د سپکاوي په تور ونیول شو او تر اوسه پورې تعزیرا په زندان کې بندي وو.»

مجاهد همداراز زیاته کړې چې نوموړی د خپل جرم پر اعتراف سربېره د پښېمانۍ او توبې تضمین ورکړ او ددوی مشرانو هم په مقابل کې عفوه ورته وکړه او بالاخیره یې له زندانه خوشي کړ.

باید وویل شي چې د هغه د نیول کیدو وروسته په فیسبوک کې ځیني طالب سخت دریځو د هغه د وژنې غوښتنه کړې وه او ځینو نورو فیسبوکي فعالانو بیا د هغه د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه او هغه یې رواني معذور بللی وو.

طالبانو د نوموړي یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کښي نوموړی خپل تعهد تکراروي او د طالب مشرانو څخه غوښتنه کوي چې هغه ته عفوه وکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د قلم جار حماقت ته ګوره او د طالبانو اخلاص ته ګوره که د طالبانو په ځای کومه بله ډله وای نو ضروربه یی دا شیطان صفته سړی په دار زړولی وه خو دا د طالبانو اخلاص او صداقت ښیی چی څومره صادقه او د ایمان په جامه سمبال خلک دی د قلم جار په څیر ډیر احمقان شته دی چی شیطانی مرض نیولی دی او الله (ج) یی زړونه له اسلامی جزبی تورکړی دی . په اوسینی عصر کی یوازی همداداسلامی تحریک مبارزین دی چی په یوازی ځان یی ټولو کفری ملکونته ټټر وهلی دی او د اسلام دفاع… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فهیم صحاحب زه خو چه د طالبانو کړنو ، حضوع ، خشوع او جهادی قربانیو او استشهادی بریدونو او د مالی ، ځانونو او اولادونو تلفاتو او خساراتو ته ګورم ځينی وایی د ملایکو په شان ، زه وایم تر ملایکو هم پورته هغه انسانان دی چه ملایکو ورته د الله ج په امر د تعظیم سجده کړی وه ځکه انسانانو ته اشرف المخلوقات وایی هر خبیث انسان اشرف المخلوقاتو کی نه دی یوآځی هغوی چه په الهی لارښودنو عمل کوی . نو طالبان که تر اصحابو، تابیعینو او تبع تابعینو ښکته مګر ورپسی خلک دی که حدیث شریف پکی… نور لوستل »