افغانستان

پاکستان: افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې تغيرات نه دي راغلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د افغانستان اتباعو ته يې د ويزې په ورکړه کې هيڅ راز بدلون نه دی راوستی.

څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د پاکستان حکومت افغانستان د هغو څلورويشت هيوادونو له نوملړ څخه وويست چې له مخې يې د هغو هيوادونو اتباع کولای شول چې ويزه په سرحد يا هوايي ډګر واخلي.

په خبر کې راغلي وو چې تردې وړاندې د افغانستان اتباعو کولای شول چې د پاکستان په پوله ويزه ترلاسه کړي خو افغانانو هيڅکله له دې امتياز څخه ګټه نه وه پورته کړې او په افغانستان کې يې د پاکستان له سفارت او کونسلګريو څخه ويزې ترلاسه کولې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل وايي چې تر دا مهاله افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې کوم تغيرات نه دي راغلي او د پخوا په څېر به په کابل کې د پاکستان له سفارت او نورو ولایتونو کې د کونسلګريو له لارې ویزې ورکول کيږي.

فيصل وويل چې هره ورځ ۳۸۰۰ افغانان پاکستان ته د سفر کولو له پاره ويزې ترلاسه کوي.

د یادونې وړ ده چې له نږدې دوو کالونو راهيسې پاکستان دې هيواد ته د سفر پر مهال د افغاني اتباعو له پاره ویزه او پاسپورټ لازمي کړل چې اوس افغانان نشي کولای پاکستان ته له ويزې پرته سفر وکړي، خو د پاکستان د ويزې په ترلاسه کولو کې افغانان له سختو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.

له اړتيا د ډېرو کمو ويزو ورکړه او پاکستان هيواد ته د افغانانو د زيات تګ له امله افغانان په کابل، ننګرهار او ځينې نورو ولایتونو کې د ويزو د اخیستلو له امله سختو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان د ويزو په ترلاسه کولو کې په کابل کې د پاکستان د سفارت سربیره ننګرهار کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي او په دې ولايت کې د ولايتي چارواکو او کونسلګرۍ د کارمندانو ترمنځ د ترينګلو او جنجالي اړيکو له امله د ويزو د ويش لړۍ له سختو ستونزو سره مخ ده چې هره ورځ په زرګونو، ميرمنې، سپين ږیري او ناروغان کونسلګرۍ ته ورځي خو د ويزو په ترلاسه کولو په ډېرې سختۍ بريالي کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x