د واټساپ نوي ورژن کې تر دیرشو غږیز کلیپونه لیږلی شئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د واټساپ اپلیکیشن لپاره د انډرایډ په راتلونکي تازه ورژن کې به کاروونکي وکولای شي تر دیرشو غږیز پیغامونه/کلیپونه په یو وخت واستوي.

له دې وړاندې په واټساپ کې له یو څخه زیات غږیز پیغامونه (Audio clips) په یو وخت لیږل ناشوني وو، چې په راتلونکې ورژن کې به د زیاتو یوځای غږیز پیغامونو لیږل شوني شي.

دغه نوې ځانګړتیا به هغه وخت زیاته شي کله چې د واټساپ نوی ورژن «WhatsApp 2.19.1» د انډرایډ لخوا پر ګوګل سټور د اوسمهاله کولو لپاره نوی اختیار یا آپشن ورکړل شي.

همدا ډول د واټساپ لخوا څه موده وړاندې اعلان شوی و چې د فیسبوک یا یوټیوب ویډیوګانې چې په واټساپ کې ولیږول شي، د واټساپ پریښودو پرته ددغه اپلیکیشن کاروونکی کولای شي وګوري.

واټساپ اپلیکیشن په ۲۰۰۹ کال کې خپل فعالیت پېل کړ چې په ۲۰۱۴ کالې کې د فیسبوک شرکت مالک «مارک زوکربرګ» په ۱۹ ملیارده امریکایي ډالر وپېره، چې اوسمهال د پیغام، اسناد، غږیز او ویډیويي تلیفونو لپاره تر ټولو غوره اپلیکیشن بلل کیږي چې تر دې دمه په ملیونونو استعمالونکي لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د