دوه زره اتلسم له ستونزو او ننګونو ډک کال

خالق یار احمدزی

دوه زره اتلسم میلادي کال لکه څرنګه چې کارپوهانو او پوځي شنونکو اټکل کړی و، تر ټولو خونړی او بوږنونکی کال و، چې افغانان په کې تر بل هر وخت زیات وځپل شول او په بیسارې توګه وحشتونه پرې ترسره شول.

د دغه کال /2/14م نیټه طالبانو امریکایي ولس ته یو مفصل لیک ولیږه او د روانې جګړې له عواملو نیولې بیا تر عواقبو، ټول یې په کې روښانه او له ستر امریکایي ولس یې وغوښتل چې پر خپل حکومت فشار راوړي، څو خپل ځواکونه له افغانستان څخه ور وباسي او افغانان خپل سرنوشت ټاکلو ته پریږدي.

د دې لیک تر استولو وړاندې ارګ هر ډول جوړجاړی له طالبانو سره رد کړی و، خو د لیک په تعقیب یې د کابل پروسې غونډه راوبلله او طالبانو ته یې د سولې تر څنګ د هغو امکاناتو او صلاحیتونو د ورکړې ژمنه ورکړه چې تر وړاندې یې حزب اسلامي ته ورکړي وو.

تر دې وروسته د ارګ د دارالانشاء د رئیس اکرم خپلواک او امریکایي جنرال نیکولسن په نوښت په کابل، اندونیزیا او جده کې د علماؤ په نامه بیلابیلې غونډې وشوې او د طالبانو جګړې ته په کې د حرمت فتوا ور وشغول شوه، که څه هم هغه مهال امریکایي جنرال په غیر شعوري توګه د دې غونډو د جوړونکي سرلاري نوم ځانته ورکړی و، خو تر میاشتو وروسته پنټاګون په خپل راپور کې دا لړۍ د ټرمپ د کامیابې پالیسي برخه وبلله.

سولییز حرکتونه

د ۲۰۱۸ کال یو بل ځلیدونکی خبر داوو چې په هلمند کې څو تنه فعالانو د یوې چاودنې وروسته پر یوه سولییز حرکت لاس پورې کړ ؛که څه هم دا حرکت په لومړي سر کې کمرنګه او ولسي وو ،خو د حکومت د قوي ملاتړ له امله د هیواد په زیاتره ولایاتو کې یې په نوم خیمې ودرول شوې او د پښتونخوا د “منظور پښتین“ څخه په الهام یې هڅه کوله ځان ولسي پاڅونوال وښیي او د د روانې جګړې ټوله پړه پر طالب مقاومت ور واچوي.

طالبانو د یاد حرکت د غړو د غوښتنې په غبرګون کې وویل، چې باید خپل پرلتونه د امریکایي اډو مخې ته سنبال کړي او لومړۍ غوښتنه د “اشغال“ د پای ته رسیدو په تړاو وکړي، خو دا غوښتنه بل ډول ترسیم شوه، د امریکا د سفارت مخته پرلت وشو خو یواځې د جګړو دپای ته رسیدو او سولییز تفاهم غوښتنه وه اوبس ؛هغه څه چې نتیجه یې بیا هم ورنه کړه.

امنیتي پیښې:

په دغه کال کې طالبانو، امریکا، حکومت او داعشیانو خپل ټول زور وواهه؛ دوه ولایتونه ، ګڼې ولسوالۍسقوط شوې او سلګونه پوستې طالبانو ونیولې.

دغه راز تر ۱۰ زرو ډیر افغان ځواکونه د طالبانو په لاس ووژل شول.

امریکایانو هم خپل زور وواهه شپږ زره (۶۰۰۰) بمونه پر افغان ولس ووریدل او تر ۵ زره ډیر ولسي خلک شهیدان شول.

افغان حکومت هم لاس تر زنې نه وو ناست؛ له امریکایي ځواکونو نیولې بیا تر قراردادي کمپنیو له هر یوه یې د پراخو عملیاتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه ،د سولې په نامه لسګونه غونډې او سیاسي فعالیتونه یې ترسره کړل؛ خو پر دې ټولو سربیره په دننه حکومت کې سختو اختلافاتو حکومتولي صفري نقطې ته رسولې وه.

د غني او عطانور ترمنځ ډغرې، د جنرال رازق او حکومت تر منځ ګوتڅنډنې او د ارګ په داخل کې د غني او یارانو ترمنځ یې شدید اختلافات ؛ هغه څه وه چې حکومت یې په ولسونو کې د یوې جنګیالۍ ډلې په څیر نامشروع او بې واکه ثابت کړ.

د ولسي جرګې مسخره انتخابات د دې پاڼۍ یوبل انځور وه چې د غوڅ اکثریت ولایاتو ولسونو پکې له ګډون څخه ډډه و کړه او پر دې سربیره یې له میاشتو میاشتو وروسته هم له درغلیو ډکو انتخاباتو لومړني نتایج ابلاغ نه شول

داعش ډله:

د دې کال د طالبانو لپاره تر ټولو ستر خبر دا وو چې د جوزجان له ولایت او په ټوله کې یې د هیواد له شمالي سیمو د داعش وسلوالې ډلې ټغر ور ټول کړ، خو ناټو+ افغان حکومت ته بیا تر ټولو رسوایي دا شوه چې همدې داعشیانو ته یې چورلکې ور ولیږلې او د معززو میلمنو په څیر یې په مجللو هوټلونو کې ونازول.

خو دا ډله بیا هم کرار نه پاتې نه شوه ؛ د کابل په دشت برچي او د پکتیا په مرکز ګردیز کې یې د شیعه ګانو پر جوماتونو او د دې ډلې پر ښوونیزو ځایونو یې ستر او خونړي بریدونه وکړل او سلګونه بیګناه افغانان یې د خپلو هدفي بریدونو ښکار کړل.

داعش ډلې په کونړ کې هم له طالبانو څخه ستره ماتې وخوړه ،خو ترڅنګ یې ډیری مشران د امریکایي ډرون الوتکو ښکار هم شول.

په سیاسي ډګر کې:

حکومت ته په سیاسي ډګر کې تیرکال تر ټولو لوی بری د ناټو ځواکونو هغه ژمنه وه چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان کې پاتې کیږي.

طالبانو ته بیا په مسکو فارمټ کې د ګډون او په قطر او ابوظبۍ کې شاوخوا پنځه ځله له امریکایي مقاماتو سره مخامخ ناسته وه.

دا چې حکومت مخامخ له پاکستان څخه سوله غوښته خو طالبانو د سولې خپل آدرس د قطر دفتر یاداوو ، همدې سوء تفاه د دواړو لوریو تر منځ سترې فاصلې ایجاد او طالبانو ترې مثبته استفاده وکړه ، په داسې حال کې چې حکومت له ټولو هڅو سره سره په کې پاتې راغی.

حکومت په هرڅه کې پاکستان د قضیې اړخ ګاڼه خو د ابوظبۍ په غونډه کې د حکومت ګمانونه هم پر اوبولاهو شول.

دغه راز حکومت پاکستان ته په امتیازي توګه د ډیورند کرښې پر سر د اغزن سیم تیرولو اجازه ورکړه ، پر فاټا یې ځان چوپ کړ او د توغندویزو بریدونو سربیره چې پاکستان پر افغان خاوره توغول د دغه هیواد دپوځ لپاره د سترګوخار مولنا فضل الله چې امریکایي الوتکو په کونړ کې د بې پیلوټې الوتکې په مټ وواژه ؛ پړه ومنله .

ملکي تلفات:

د امریکایي رسنیو د خبر له مخې تیرکال په افغانستان کې تر درۍ زرو(۳۰۰) ډیر ملکي افغان ووژل شول، زرګونه نور ټپیان او ګڼ شمیر یې د تورو تمبو شاته زندانونو ته واچول شول.

د ملکي تلفاتو په لړ کې سږ کال امریکایی او افغان ځواکونو غوڅ اکثریت ملکي افغانان په لوی لاس په شپنیو چاپو کې په نښه او په پراخو بمباریو کې یې ستر قتل عام رامنځته کړ.

د کندوز پر مدرسه بمبار، په هلمند، پکتیا،پکتیکا، لوګر، کندهار، غزني، فراه،ننګرهار، اروزګان، کونړ او د هیواد په زیات شمیر ولایاتو کې یې د خلکو کورونه ، جوماتونه، مکاتب او کلنیکونه ونړول او زرګونه افغانان یې د ویر په ټغر کینول.

د ارقامو له مخې تیرکال تر ټولو زیات ملکیان د امریکایي او افغان ځواکونو په شپنیو چاپو او په دوهمه کټګورۍ کې د داعش ډلې په بریدونو کې ووژل شول.

تر ټولو بوږنونکې دا وه چې تیرکال د علماؤ پر یوه ستره دیني غونډه کې برید وشو او تر ۵۰ ډیر کسان په کې ووژل شول.
دغه راز، ۲۰۱۸م کال هم د تیر په څیر په میدان وردګو،هلمند، کونړ او څو نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پر پوستو هوایي بریدونه وشول او لسګونه پولیس په کې ووژل شول.

د امریکایانو تلفات:

په دې کال کې شاواخوا ناټو ځواکونو د ۱۵ تنو امریکایي سرتیرو د وژل کیدو پخلی رسما وکړ؛ خو تر دې ور آخوا د طالبانو او ځینو حکومتي سرچینو په حواله، نږدې سل (۱۰۰) تنه بهرني ځواکونه د سږنۍ جګړې ښکار شول.

د امریکایي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کموالي لامل بیا هم د افغان ځواکونو له خوا د هغوی د نظامي بیسونو، پوځي کتارونو ساتل او دهغوی پر وړاندې د خپل ځان سپر کول وو.

اوربند:

تیرکال تر ټولو زیات جلبونکی او د هرکلي اقدام د طالبانو له خوا د ډاګیز اوربند اعلان وو.

که څه هم طالبانو په تیر کې په اخترونو کې له جګړو لاس اخیسته او خاموش اوربند یې اعلانولو، خو دا ځل یې خبره رسنیزه کړه؛ جنګیالي یې ښارونو ته راغلل، له خلکو سره یې ملاقاتونه وکړل او تود هرکلی یې وشو.

د ولسمشر ژمنې:

که څه هم د کابل په سرینا هوټل د تیرکال تر برید وروسته اشرف غني د سولې په تړاو دریځ بدل کړ، خو تر نوي کال وروسته یې طالبانو ته د سولې غیږ پرانیسته خو پر اصلی لامل “ د بهرنیانو اشغال” باندې تر ډیره پټه خوله پاتې شو.

دغه راز نوموړي پکتیا،خوست، هلمند، هرات، بلخ، پروان، پکتیکا، غزني او ځینو نورو ولایتونو ته سفرونه وکړل او له خلکو سره یې غیر متوقع ژمنې وکړې.

د شنونکو باور داوو چې ولسمشر غواړي راتلونکو انتخاباتو ته بیا ځلی کمپاین پر دولتي امکاناتو ترسره کړي.

بریدونه:

تیرکال طالبانو تر ډیره به تهاجمی بریدونو اکتفاء وکړه او په ټول کال کې یې د ګوتو په شمیر سرتیري بریدونه وکړل، ستر بریدونه د غزني سقوط، د فراه ښار نیول، په کابل کې پر بهرنۍ امنیتي کمپنۍ سرتیری برید او د ولسوالیو نیول وو.

همداراز په کندهار کې د جنرال رازق هدفي وژل کیدل، د جبار قهرمان له منځه وړل او په فراه کې د چورلکې نسکوریدل چې د ولایتي شورا رئیس او ظفر قول اردو د مرستیال قوماندان په ګډون په کې ګڼ شمیر دولتي کسان ووژل شول.

د امریکایانو او افغان حکومت ستر عملیات د غزني د بیرته نیولو هڅې، د هلمند، کندوز او کونړ بمبارۍ او دغه راز په زیات شمیر ولایاتو کې شپنۍ چاپې وې چې ولسي خلک په کې په لوی لاس په نښه شول.
دغه راز په هلمند کې د طالبانو د والي او پوځي قوماندان ملا عبدالمنان او د دغه ولایت لپاره د طالبانو د مطبوعاتي مسؤل وژل کیدل و..

په دیني برخه کې:

حکومت هڅه وکړه د کابل ځینې ملایان په ناخبرۍ کې راټول او بیا ترې د یوې فتوا د صادرلو کار واخلي؛ همداسې وشول تر ۲۵۰۰ ډیر علماء او پوهان راجمع شول، هغوی نه د روانې جګړې د حرمت فیصلې غوښتنه وشوه؛ خو لا د علماؤ غبرګون څرګند نه وو چې حکومت ورته خپل ترتیب کړې فتوا واوروله؛ د دې په تعقیب د طالبانو په ملاتړ څلور زره (۴۰۰۰) علماء راجمع شول او د روان جهاد د فرضیت حکم یې صادر کړ.
دغه راز د حکومت لخوا نورې غونډې هم وشوې چې کومه خاصه نتیجه یې نه درلوده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د