غزل: خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

له طوره بیا تر نیله فاصلې شولې را لنډې
زما او د جانان تر منځ کیسې شولې را لنډې

د وخت له قهقهو مو تبسم دی غوره کړی
له ډیرو افسانو مو خاطرې شولې را لنډې

له بام د دنیاګۍ نه چې نړۍ ویرې اخیستې
شعار د جهادونو دی، نغمې شولې را لنډې

که ستاسو له ګودره چا سترګک د مینې وکړ
د هیلو سلام ورکړه ، چې بیا شپې شولې را لنډې

اوس څنګه نه ژړیږم کتاب پروت دی پاڼې پاڼې
طالب مو شهید شوی، مدرسې شولې را لنډې

په چیغه د تکبیر چې یې نسکوره کړه نړۍ
ها هسکې مخورې څو شملې شولې را لنډې

د ستا له قلم پورته د یو ځوګ انګازه راغله
له ورایه خالقیاره ولولې شولې رالنډې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د