نعتيه غزل: رحمت الله منيب

رحمت الله منيب

تا مې د زړه په کنارو کې ېو مقام نيولی
زړه مې درودونه درته وايي خولې سلام نيولی

ته يې د لارې رهنما ته يې استاد د هغو
چا چې په زړه کې پنج بناه او چا اسلام نیولی

تا يې له مخه غم خوړلی دی او کار دې کړی
څوک چې لبیک لبیک کوي لاس یې په نام نیولی

هغه کامیابه دي او سم به تر منزله رسي
چا چې قدم درپسې یښی چا امام نیولی

منیبه څوک چې یې تګلاره کې خنډونه ویني
هغه رنځور دی عقاییدو یې زکام نیولی