د نوکیا په زړه پورې ۷.۱ ځیرک مبایل ته کتنه/ انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په تېره نږدې د نوکیا مشهور شرکت په ځيرک مبایلونو کې یو شمېر پرمختګ کړی چې په کمه بیه د ښو ځانګړتیاو څخه برخمن مبایلونه وړاندې کوي.

د ډیزاین له مخې دغه مبایل په زړه پورې دی، چې د ۵.۸۴ انچه بیزل لیس سکرین ډیسپلی لري، د مخې خواته یوه کامره او شاخواته دوه کامرې لري، د LED فلاش لري چې د عکس اخیستلو کیفیت غوره کوي.

یو له غوره ځانګړتیاو څخه یې داده چې د مبایل استعمال په یوه لاس په اسانۍ کیږي، ددې مطلب دادی چې د مبایل ډيزاین په غوره کیفیت جوړ شوی، دغه مبایل بازار ته وړاندې شوی دی.

د مبایل سکرین

لکه څرنګه مو چې وویل ددغې مبایل سکرین ۵.۸۴ انچه دی، ۱۰۸۰ په ۲۲۸۰ پکسلو کې یې د LCD سره د سکرین ریزولوشن دی، د HDR10 په څېر غوره رنګونه لري او د ویډیو ښودلو کیفیت غوره کوي، هغه ګیمونه چې HDR ته اړتیا لري ملاتړ کوي.

دغه ډول د سنپ ډراګون ۶۳۶ پياوړی پراسیسر لري، چې د ۴ جي بي ریم سره د ۶۴ جي بي حافظه او د ۳ جي بي ریم سره د ۳۲ جي بي حافظه لري، همدغه ډول د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري.

د ځانګړتیاو له لحاظه د مبایل فعالیت خورا ښه دی، په بیه کې مناسب دی، چې په هر ډول اپلیکیشن استعمالولو سره ستونزه نه رامنځته کوي.

د بیترۍ له لحاظه هم مناسب دی، دا مبایل ۳۰۶۰ ملي امپیره بیترۍ لري چې په مناسب انترنیت استعمال سره پوره ورځ کار کوي، دغه ډول د چټک چارجینګ وړتیا لري.

کامره

نوکیا شرکت د غوره کامرې لپاره د ZEISS شرکت سره په مرسته کار کوي، ددوی دواړو ترمنځ دا لومړی وار نه دی بلکې له دې وړاندې نوکیا په ډيرو ځيرک مبایلونو کې له دغې شرکت سره په ګډه کار کړی او اوس یې هم کوي.

دغه مبایل د شا لخوا دوه کامرې لري، چې یوه یې ۱۲ میګا پېکلسه د ۱.۸ پراخې کچې لینزونو سره، دویمه ۵ میګا پېکسله د ۲.۴ پراخه کچې لینزونو سره، د مخ لخوا یوه کامره لري چې ۸ میګا پېکسله ده او ۲.۰ پراخې کچې کیفیت لري.

همدا ډول دغه کامرې کولای شي په یوه وخت په بېلا بېلو کچو «Modes» مسلکي غوره عکسونه واخلي، د ISO -په ډیجیټل او فلمي عکسګرافي کې استعمالیږي- په کیفیت سره د عکس اخیستلو وړتیا لري او د سپین رنګ توازن هم ښه کوي، ددې سربېره په عکس اخیستنه کې نورې په زړه پورې ځانګړتیاوې هم لري.

نوکیا ۷.۱ ځیرک مبایل د اندراید ۹.۰  په سیستم کار کوي، او د محدودې لپاره د غوره ساتنې «Security» لپاره د انډرایډ سیستم اوسمهاله کوي، تر څو مبایل خوندي او د وخت سره هم مهاله وي، بیه یې تر ۳۸۰ ډالرو ایښودل شوې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د