غزنی: دولتي ځواکونه ولسي خلک لوټي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): غزني ولایت مرکز کې دولتي ځواکونه، د خلکو جیبونه وهي. د ملي امنیت منسوبین هغه کسان تعقیبوي چې له صرافي څخه یې پېسې را اخیستي وي، یا یې پیسې ورسره لیدلې وي. تر تعقیب وروسته، هغوی کوم ګوښه ځای ته وړي او د طالب په تور روپۍ ترې اخلي.

د همدې اونۍ په دوام کې، د ملي امنیت منسوبینو د غزني ښار، بزازي سیمه کې له یوه دکاندار څخه ۱۵ لکه کلدارې او څه افغانۍ لوټلي دي.

د زاهد اسیر په نوم د غزني یو بل اوسېدونکی وایي، له عزیزي بانک څخه راووتم، د موټر پر لور روان وم، دوو تنو ونیولم چې طالب یې، ترڅنګ مې دری تنه شناخته عسکر روان وو، هغوی ته مې غږ وکړ، ورسره همدغه کسان چې زه یې نیولی وم، وتښتېدل.

غزني ښار هره ورځ د داسې پېښو شاهد دی. د ښار اوسېدونکو څو ځلي امنیه قومندانۍ ته شکایت کړی، خو چا یې غږ نه دی اوریدلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د همدې ولایت د لویو لارو پرسر امنیتي پوستې هم له موټرو او مسافرو پیسې اخلي.
ان تردې چې هره پوسته ځان ته د تلاشۍ او لوټمارۍ ځنځیرونه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د