نړۍ

«سعودي، امارات او مصر د ترکيې پر ضد له اسرائيلو سره مرسته کوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د برتانيې ميډل ايسټ ای ويب پاڼې ليکلي، چې د اسرائيلو استخباراتي ادارې « موساد» د بهرنيو اړيکو مدیر يوسي کوهين تېره مياشت د سعودي، متحده عربي اماراتو او مصر چارواکو سره د ترکيې د نفوذ مخنيوي لپاره د ګډو هڅو پرېکړه کړې ده.

د ویب پاڼې رييس تحرير ډيويډ هيرسټ وايي، سعودي، اماراتو او مصر له اسرائيلو سره په ګډه په داسې پلان کار پيل کړی، چې د بشار الاسد په مشرۍ سوريه بېرته عربي ټولنې ته راوګرځي او په سيمه کې د ایران او ترکيې د نفوذ مخه ونيسي.

د ويب پاڼې په وينا د اسرائيلي استخباراتو مشر د يادو هېوادونو له استازو سره د امريکا او سعودي اړيکو کې د جمال خاشقجي له وژل کېدو ورووسته سوړوالي په اړه هم خبرې کړي دي.

ډيويډ هرسټ زياتوي، چې څلور واړو دولتونو په دې هوکړه کړې، چې ایران نه، بلکې ترکيه په سيمه کې د دوی نظامي دښمن دی او په ګډه يې د ترکيې د نفوذ د مخنيوي لپاره په کار کولو سلامشورې کړي دي.

د غونډې ګډونوالو اسرائيلو ته ويلي،  چې د ایران د نفوذ مخنیوی اسانه دی، خو ترکيه له نظامي پلوه ځواکمن هېواد دی او مخنيوی يې، چې څومره اړين دی، همدومره سخت  هم دی.

په دغه ناسته کې له سوريې سره هم د اړيکو په جوړولو خبره شوې ده.

د سرچينې  په وينا مصر له سوريې  غواړي، چې د ایران ګټو ته د ژمن کېدو پر ځای ورسره مساوي اړيکې ولري او تر ټولو مهمه غوښتنه يې دا ده، چې سوريه بايد ترکيه، قطر او اخوان المسلمين خپل دښمنان اعلان کړي.

اسرائيل، سعودي، امارات او مصر وايي، که د سوريې ولسمشر بشار الاسد د دوی غوښتنې ومني، دوی به يې مرستې وکړي، ډيپلوماټيکې اړيکې  به ورسره جوړې کړي او له شته ستونزو به يې وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انګریزی یهودی استعمار له مهمو خصلتو یو دا خصلت دی چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی . ترکیه او ایران یی په ښی لاس ، مصر، امارات او سعودی یی په کین لاس کی نیولی لکه یو وخت چه یی عراق د ایران په مقابل کی کارولو او به څنګ کی یی د خمینی اخوندانو سره تر صدام ډیر نزدی او بنیادی اړیکی ساتلی چه عراق یی تباه تباه او صدام یی ووژلو مګر ایران یی د اتومی وسلو تر جوړولو او لرلو ورسولو ، ایران اسراییلو ته نزدی هیواد دی امریکا یا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x