ننګرهار ګمرک کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند ددې ولايت په ګمرک کې چاودنه شوې ده چې له امله يې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې چاودنه د يو مقناطيسي ماين له امله رامنځته شوې ده او له هغې وروسته اور لګېدلی دی چې له امله يې درې موټر سوځېدلي دي.

هغه وايي چې د اور وژنې عمله هڅه کوي ترڅو او ووژني خو تراوسه بريالي شوي نه دي.

د يادونې وړ ده چې تيره شپه هم د کابل خوشال خان مينې ته څېرمه د دعوت پوهنتون مخې ته هم د يو
مقناطيسي ماين چاودنه وشوه خو تلفات يې نه درلودل.

د يادې چادونې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.