
بغلان: د امنيتي ځواکونو يوه قراره ګاه او دوه پوستې سقوط شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې طالبانو د امنيتي ځواکونو په یوې قرار ګاه او دوو پوستو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې يوه قراره ګاه او دوه پوستې سقوط شوي دي.
د بغلان د ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزی وايي چې طالبانو تیره شپه ۱۲ بجې د پلخمري ښار د حسين خيلو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يوې قراره ګاه بريد وکړ چې به نتيجه کې يې قرار ګاه د طالبانو لاس ته ولويده او ۹ تنه امنيتي سرتيري يې ووژل او ۶ نور يې ټپيان کړل.
د بغلان سيمه ييزو چارواکو هم د طالبانو بريدونه تائيد کړي دي او ويلي يې دي چې ډنډ شهاب الدين ته څېرمه په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونو کې پنځه تنه طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
بل لور ته د طالبانو يه يوې اعلاميه کې راغلي دي چې د دوی ليزري قطعې د بغلان ولايت په مرکز پلخمري اړوند د حسين خيلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې د امنيتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه او دوه پوستې نيولي دي او ۳۵ تنه سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.