هلمند: ګډو ځواکونو ګرمسير کې بازار او کلينک ويجاړ کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د چاپې له امله يو بازار او يو کلينک ويجاړ شوي او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمي اوسېدونکي وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو د ګرمسير ولسوالۍ په صفا باز ار او ورڅېرمه کورونو چاپه ووهله چې په نتيجه کې يې ياد بازار يو کلينيک او د سيمې د خلکو کورونه ونړول او د دوو ډاکټرانو او يوې ميرمنې په ګډون يې پنځه ته ووژل.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو د بازار دوکانونه او خلکو کورونه په بمونو ونړول او ولسي وګړو ته يې د ځاني زيان سربيره مالي زيان هم واړاوه چې په کې موټرونه، موټر سايکلونه او شتمنۍ زيانمنې شوې دي.

بل لور ته طالبانو هم ويلي دي چې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو او بازار چاپه اچولې ده او ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله او مالي زیان اړولي دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې په دې سيمه کې نه د دوی ملګري اوسېدل او نه هم کوم نظامي مرکز موجود و او زياتوي چې ګډ ځواکونه د خپلو عسکرو او تلفاتو غچ له ولسي وګړو اخلي.

احمدي وايي چې د ولسي وګړو په وژنې سره به په خلکو کې د بهرنيو ځواکونو په وړاندې حساسيت او کرکه زياته شي او له همدې امله به له طالبانو سره يو ځای شي او له بهرنيو ځواکونو به خپل غچ واخلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو په چاپو کې ډیری ولسی وګړي تلفات ويني او تير ميلادي کال هم د ملکي تلفاتو په اړه د تيرو اوولس کلونو د ملکي تلفاتو په پرتله ډېر خونړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د