د ایران د بهرنیو چارو وزیر؛ جواد ظریف

د طالبانو په اړه د ایران تازه څرګندونې او د ارګ غبرګون

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په هندوستان کې په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي، له طالبانو پرته د افغانستان د دولت راتلونکې امکان نه لري.

هغه ټینګار کړی چې طالب باید واک تر لاسه کړي، خو ضمني يې دا هم ویلي چې طالبان باید د غالب اړخ په توګه دولت کې نه وي.

که څه هم څو ورځې وړاندې طالب پلاوي ایران ته هم سفر درلود، چې طالبانو يې موخه د سیمې د هېوادونو لپاره د سیمه‌ییز خوندیتوب او له اشغال وروسته د سیمې پر امنیت خبرې اترې بللې، خو جواد ظریف ویلي د طالبانو پوره واکمني «د سیمې په ګټه نه ده.»

ارګ دا څرګندونې غندلې او د ویاند یوه مرستیال يې لیکلي، چې ایران د طالبانو د ویندویانو په توګه خبرې کړې دي.

شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک‌پاڼه اوږده پرېړه کې لیکلي ایران د دې پر ځای چې د طالبانو د واکمنۍ په اړه خبرې وکړي، ولې خپلو سیاسي مخالفینو ته د ګډون حق ورکولو په اړه خبرې نه کوي.

جواد ظریف له «NDTV» سره خبرو کې دا هم وویل، چې له طالبانو سره يې اړیکي شته او په وینا يې دا اړیکي د ایران د خوندیتوب لپاره دي.

د ایران د ولسي جرګې غړي مرتضی سفاري هم ویلي و، چې طالبان پر افغان خاوره واکمن دي او په وینا يې «له امنیتي او سیاسي پلوه مهم دي، او اوسنیو شرایطو کې له پامه نه شي غورځېدلی.»

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، د سیمې هېوادونو ته يې د پلاوي تګ راتګ دوام لري او هڅه کوي چې له اشغال وروسته د سیمې د خوندیتوب لپاره زمینه برابره کړای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د