عمر داودزی له مولانا فضل الرحمن سره

د سولې شورا د پاکستان دریځ ستايي، خو شنونکي يې د امتیاز هڅه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): پاکستان ته د سولې شورا د دارالانشاء د رییس عمر داودزي په مشرۍ له سفر وروسته، دغه شورا وايي د پاکستان دریځ کې «نرمښت» راغلی او په وینا يې دوی ورته خوشاله دي.

اسوشیټیډ پریس د عمر داودزي له خولې وايي چې د پاکستان په همکارۍ کې «هیڅ شک» نه ويني او په وینا يې پوځ، سیاسیون او ټولې با نفوذه څېرې يې په یو ډول همکارۍ ته تیارې دي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد او حقوقي کارپوه نصر الله ستانکزی وايي، پاکستان د سولې په روان بهیر کې د امتیاز اخیستیو هڅه کوي.

هغه ازادي راډيو ته ويلي، پاکستان دلته داسې حکومت غواړي چې یا د دوی تر لاس لاندې وي یا هم دوی ته ګواښ نه وي.

د هغه په خبره «پاکستان غواړي له امریکا او لوېدیځ نه په دې ستراتېژیکه لوبه کې امتیاز واخلي.»

ګډ حکومت چې له پیله يې د سولې په هڅو کې ډېر تمرکز پر پاکستان کړی، چې شنونکي يې په لوی لاس پاکستان ته د امتیاز ورکولو هڅه بولي.

کتونکي پر دې باور دي چې د امریکا او طالبانو په مخامخ خبرو کې حکومت ځان ګوښی احساسوي او په داسې منډو ترړو غواړي خپل ځان دخیل وښيي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ طالبانو هم ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د امریکا د فشار الې نه شي.

طالبانو پخپله خپره کړې تبصره کې لیکلي: «امریکایی لوري په دې هڅه کې دی چې د معضلې د بنسټیز حل ور اخوا د خپلي موخي د ترلاسه کولو لپاره له اسلامي هیوادونو نه د فشار کارولو استفاده کوي، او داسي ښکاري چې هغوی د فشاري ابزارو په ډول کارول کیږي، یا خو د امریکايي اړخ نه هغوی ته د فشار اچولو ټاسک ورکول شوی او یا دا چې د امریکايي پلاوي له کړو وړو نه په استفادې هغوی د فشار اچولو په وسیله، خپل اهداف تعقیبوي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د