د نړۍ تر ټولو ستر کرېکټ لوبغالی چې «۱۱۰ زره» نندارچیان ځایوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په هندوستان هېواد کې د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالي بنسټ تېر کال د ګجرات ښار په احمد اباد سیمه کې کيښودل شو، ددې تعمیر له نویو عکسونو اندازه کیږي چې تر ډیره یې معماري کارونه بشپړ شوي دي.

دغې لوبغالي ته د «موټیرا لوبغالی» نوم ورکړل شوی، چې د بېلا بېلو لوبو ترڅنګ به د کرېکټ لوبو جوګه وي او په یو وخت به له «۱۱۰ زره» څخه زیات نندارچیان په کې ځای کیدلی شي.

اوسمهال د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالي امتیاز د استرالیا میلبورن لوبغالي «MCG» سره دی، چې په یوه وخت په کې تر ۱۰۰ زرو زیات نندارچیان ځای کولای شي.

د ګجرات کرېکټ ټولنې په وینا به دا پروژه په ټولو عصري او نړیوالو اسانتیاو سمباله وي، چې پرې «۷ ملیارده» هندۍ کالدارې لګښت راځي، او دا د هند پخواني لوبغالي «سردار پټیل» په ځای جوړیږي چې د ۵۰ زرو نندارچیانو ځای کولو وړتیا یې درلوده.

په دغه لوبغالي کې ۷۶ کارپوریټ باکسونه، درې تمریني ځایونه، یوه داخلي اکادیمۍ، څلور د لوبغاړو اوسیدو یا جامو بدلولو ځایونه، یو کلب او یو د لامبا ځای «swimming pool»، چې دغه ټول به تر راتلونکو دوه کالو پورې بشپړ شي.

هند کې له دې پرته یو شمېر کرېکټ او نور ستر لوبغالي دي، چې په کې نړیوال جام، هند غوره لیګ او نورې نړیوالې او داخلي لوبې هم ترسره کیږي.

دغه نوی لوبغالی به د «ګجرات لایئنز» لوبډلې کوربه لوبغالی هم وي، چې د هند پریمیئر لیګ یو له اتو لوبډلو څخه ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اُوه، چي اوس دومره د کریکټ سوټیان پکی پراته دی نو چي تکمیل سی څه حال به وی؟