والي او ولايتي شورا: بغلان د طالبانو له لوري محاصره دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بغلان والي او د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، چې په دغه ولايت کې د طالبانو بريدونه او پرمختګونه زیات شوي، چې له امله يې د بغلان مرکزي پلخمري ښار د طالبانو له لوري محاصره دی.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي رسنيو ويلي،  چې طالبان د پرمختګ په حال دي، اوس د مرکز پلخمري ښار په دوه کيلومټرۍ کې دي او ولايت د دوی له لوري د محاصرې په حال کې دی.

د بغلان د ولايتي شورا غړی بسم الله عطاش هم ويلي، چې امنيتي  ځواکونه ورځ تر بلې سيمې له لاسه ورکوي او طالبان مخ پر وړاندې روان دي.

د عطاش په وينا پلخمري ښار د دولتي چارواکو او امنيتي ځواکونو لپاره په زندان بدل شوی او له دې ځايه هېڅ ولايت ته په اسانه سفر نه شي کولی.

ښاغلي نعمتي او عطاش دواړو اندېښنه ښکاره کړې، که مرکز بېړنۍ مرستې ونه کړي، شونې ده، چې طالبان پر پلخمري ښار پراخ بریدونه وکړي او ولايت ته سقوط ورکړي.

خو په عين حال کې والي ډاډ ښکاره کړی، چې ډېر ژر به د طالبانو پر ضد پراخ بریدونه پيل کړي او په شا به يې وتمبوي.

والي په داسې حال کې د طالبانو پر ضد د جګړې پيلولو هوډ کړی، چې تېره شپه هم طالبانو پلخمري ښار کې د دولتي عسکرو دوه پوستې او يوه قرارګاه ويجاړه کړې او ۳۵ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بغلان د مدني ټولنو غړي پر حکومت تور لګوي،  چې د خلکو امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي، دولتي عسکر په دفاعي حالت کې دي او  ورځ تر بلې ځمکې د حکومت له واکه وځي او د بېړنيو مرستو رسولو ژمنې يې هم هوايي بللي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د