افغانستان يو ځل بيا خبريالانو له پاره خطرناک هيواد وبلل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه وايي چې تير ميلادي کال کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې ۱۸ تنه خبريالان وژل شوي او ځينې نور ټپيان، وهل او ګواښل شوي دي.

ددې کميټې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي دي چې که څه هم ۲۰۱۸ کال د افغان خبريالانو له پاره د ۲۰۱۷ په نسبت ښه و خو بيا هم افغان خبريالانو ته له ستونزو او کړاوونو ډک کال و.

ددې کميټې رئيس نجيب شريفي چې په تير ميلادي کال کې يې د افغان خبريالانو د پرمختګونو، ننګونو او ستونزو په اړه راپور وړاندې کاوه وويل چې په تير ميلادي کال کې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو په وړاندې د تاوتريخوالي ټولې ۱۲۱ شوې پيښې ثبت شوي دي چې په دې پيښو کې ګڼ خبريالان وژل شوي، ټپيان شوي، تښتول شوي، زنداني شوي، توهين او ګواښل شوي دي.

د راپور له مخې تير ميلادي کال په افغانستان کې ۱۷ تنه خبريالان وژل شوي، ۱۵ ټپيان شوي، ۲۱ وهل شوي، ۲۸ ګواښل شوي، له ۲۳ سره سپک او ناوړه چلند شوی او پنځه نور د لنډ وخت له پاره زنداني شوي دي.

شريفي وويل چې دې ټولو پيښو ته په کتو سره افغانستان يو ځل بيا د ژورناليستانو له پاره په يو خطرناک هيواد بدل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تير ميلادي کال کې په افغانستان کې امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب او له ننګونو ډک و او همدا راز په رسنيو او د رسنيو په کارکوونکو هم بريدونه زيات شوي وو چې له امله يې افغانستان يو ځل بيا د ژورناليستانو له پاره يو خطري هيواد بلل شوی دی..

ددې کميټې مسؤلينو وويل چې د افغانستان د ژورناليستانو له پاره حکومت، د رسنيو مسؤلينو او نورو اړوندو ادارو له لوري څنګه چې لازمه ده امنيت ته پام نه دی شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د