هند هم له طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل):  هند هم له طالبانو سره د سولې  مذاکراتو ملاتړ کړی دی.

هندي رسنۍ وايي، د  هند د پوځ لوی درستيز جنرال بپن راوت له طالبانو سره د امریکا مذاکرات د هند او سیمې د امنيت او ثبات په ګټه بللي دي.

د هند لوی درستيز ويلي، چې امریکا او طالبان بايد له قید او شرط پرته يو بل سره مذاکرات وکړي، چې په پايله کې يې افغانستان ته دايمي سوله او امنيت راشي.

دغه هندي جنرال افغانستان د هند وروستۍ  برخه بللې او ټينګار يې کړی، چې د سيمې ټول هېوادونه بايد د افغانستان سولې لپاره له زړه کار وکړي او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان سوله او ثبات د هند، پاکستان او ټولې سيمې په ګټه دی.

د هند د پوځ لوی درستیز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د  امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د خپل ماموريت په لړ کې هند ته تللی او هلته يې له چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

تر دې وړاندې ځينو هندي رسنيو د چارواکو له خولې ليکلي وو، چې هند د طالبانو  او  امریکا د روانو مذاکراتو له بهیر څخه ناخوښه دی او په دې مذاکراتو کې يې د پاکستان په ونډه اندېښنه ښکاره کړې وه.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

زما په اند د افعانستان مذاكرات پيچلى او خطرناكه پراو ته ور ننوزى . دا مذاكرات خو ديپلوماتيكه بنه لرى لوى د هند لوى درستيز ته سه ارتيا ده چى د مزاكراتو ملاتر اعلانوى ، دا ملاتر د مذاكراتو د بريالي كيدو لپاره ندى دا د امريكا د نوى پلان برخه ده چى هند ، پاكستان او زنى نور مزدور عرب هيوادونه ودى جگرى ته ورننباسى . بيا هم دا تكرارول غوارم چى د مزاكراتو د محترمو استازو او د هغو محترمو كورنيو امنيت ته دى پاملرنه وشى ،دا كفار او منافق دولتونه يى دير ظالم او نامرده دى ،… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

بی سر پوښه دیګ کی هری خوانه ورکی مچان راولیږی. دا وطن اوس لکه بی سرپوښه دیګ غوندی ده.