ارشیف

بادغيس: په ابکمري ولسوالۍ بريد کې ولسوال ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بادغيس ولايت د ابکمري ولسوالۍ په مرکز د طالبانو برید له امله ددې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون ۱۶ تنه امنيتي منسوبينو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بادغيس د والي وياند جمشيد شهابي رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د ابکمري ولسوالۍ په مرکز په ډله ييزه توګه بريد وکړ چې له امله يې شپږ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي او د ولسوال عجب ګل په ګډون لس تنه نور ټپيان دي.

د والي وياند وايي چې په دې جګړه کې لس تنو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

شهابي وويل چې ټپيان يې له پيښې وروسته د بادغيس مرکز قلعه نو ته د تداوۍ له پاره ليږلي دي.

بل لورته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې ابکمري ولسوالۍ کې يې درې پوستې نيولي او ددې ولسوالۍ د امنيه قومندان په ګډون يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي د خپلو دو ملګرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د