د ایفون مبایل اخیستلو لپاره «ګرده پلورونکی» همیشه معیوب شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ایپل امریکایي کمپنۍ ایفون ځیرک مبایلونو بیې له وتلې اندازې پورته دي چې اخیستل یې د عام کس له وس څخه بهر خبره ده، په ټولنیزو رسنیو به همدغه خبره ښکته پورته کېده «که څوک غواړي ایفون مبایل واخلي خپل پښتورګی/ګرده دې ورته وپلوري».

دغه ډول یو چینایي ځوان اته کاله وړاندې د ایفون شوق په سر اخیستی و خو د غربت له کبله یې نشو کولای مبایل واخلي، آن چې خپل پښتورګي پلورلو ته اړ شو، نوموړي هغه مهال د مبایل شوق پوره کړ خو د پښتورګي په سخته ناروغۍ اخته شو.

دغه چینایي ځوان «ژیاو وینګ» چې هغه مهال یې عمر ۱۷ کاله و او د مکتب شاګرد و، او د ایفون نوی مبایل بازار ته وړاندې شو، د مبایل اخیستلو لیونتوب یې پوره کړ او په «بلیک بازار» کې یې یو پښتورګی یا ګرده د عملیاتو کولو څخه وروسته وپلورله.

له دغې پېښې وروسته تر ننه یعنې له تېر اتو کالو راهیسې نوموړی د پښتورګي سخت ناروغ دی او د ډائلائسس ماشین په واسطه وخت تر وخته د بدن وینه پاکوي.

ژیاو وینګ خپل د بدن مهم غړی «پښتورګی» په یوه انساني قاچاق هغه مهال په «۳۲۰۰» امریکایي ډالره پلورلې وه، خو مګر د همغې ورځې راهیسې د نوموړي ژوند له تباهۍ سره مخ دی.

نوموړي ته ډاډ ورکړل شوی و چې په یو پښتورګي ژوند کولای شي او له هیڅ ډول ستونزې سره به مخ نه شي خو په هغه غیر قانوي عملیات خانه او د ناپاکۍ له کبله د نوموړي ټپونو «غلط اغیز» انفیکشن وکړ، د نوموړي دویم پښتورګی سخت اغیزمن شو او د همیشه لپاره د ډائلائسس (ناپاکه وینې بدلول) محتاجه شو.

که څه هم دغه کس هغه مهال خپلې کورنۍ ته خبر نه و ورکړی خو خراب صحت یې دغه راز افشا کړ، چې اوس د زیاتې کمزورۍ له کبله له بسترې هم نشي پورته کیدلای او له سختو ستونزو سره مخ دی.

د ژیاو وینګ کورنۍ له دغې پېښې وروسته ځایي پولیسو ته شکایت کړی و، او له پلټنې وروسته په پای کې یې هغه قاچاق موندلی و او د ۳ لکه او ۲۰ زرو امریکایي ډالرو په تاوان ورکولو یې خوشې کړ، په دغه پیسو اوس ددغه ځوان درملنه کیږي.

په چینایي ټولنیزو رسنیو باندې اکثره خلکو دغه ځوان ملامته ګڼلی دی او زیاته کړې یې ده چې د انسان د بدن کوچنی غړی هم د قیمت ترینو بریښنایي آلاتو څخه ارزښت لري او باید قدر یې وشي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۸م کال په پای کې د ایپل کمپنۍ درې نوي ځیرک مبایلونه وړاندې کړل چې د هر یو بیه یې له «۱۰۰۰» امریکایي ډالرو څخه پورته وه، همدال لامل شو چې ددې مبایل په پلور کې په ستره کچه کمښت هم راغی.