کرزی: امریکا له طالبانو د پوځي اډو د منلو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې امریکا د مذاکراتو پروسه کې له طالبانو غواړي، چې د دوی پوځي اډې ومني او هڅه کوي،  چې طالبان د پوځي اډو منلو ته تيار کړي.

کرزي د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د ریزينا ډيالوګ ۲۰۱۹ کلنۍ غونډې ته وويل،  امريکايان د دې لپاره افغاسنتان ته نه دي راغلي، چې بېرته ووځي، بلکې د اوږدمهالو موخو لپاره راغلي او دلته دايمي شتون غواړي.

د کرزي د څرګندونو پر خلاف د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې امریکا په افغانستان کې دايمي اډې نه غواړي، بلکې يوازې  دا غوښتنه لري، چې امریکا ته له افغانستان څخه کوم ګواښ  نه وي متوجه.

د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس او نورو چارواکو هم ويلي،  چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د پوځيانو په کمولو فکر کوي.

وړمه ورځ هم واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سپيڼې ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي و، چې ټرمپ غواړي، خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي، خو اوس مهال يوازې د اووه زرو عسکرو د ويستلو هوډ لري.

طالبانو هم بار بار په خپلو اعلاميو او څرګندونو کې ټينګار کړی، چې هېڅ بهرنی پوځي پر خپله خاوره نه شي زغملی او د وروستي بهرني پوځي تر حضوره به خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

زلمي خلیلزاد هم منلې، چې  د مذاکراتو په ناسته کې د طالبانو ټينګار د ټولو بهرنيو پوځيانو په وتلو وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

په پښتوکی متل دۍ وایی پکه یی په وراکی نه پریښووه دی ویل زه دمخ په اوښ کی سپریږم دۍ هغه مجرم دۍ چه بایداعدام سی دۍ دمملکت وحاکمانوته هدایت ورکوی څوورځی دمخه مالیکلی وو چه ده دادامریکاسره ویلی دی چه زه ستاسومخالفت کوم په ظاهره هغه زماخبره ثابته سوه دغه دۍ ده خودامریکاسره تړون نه امضاء کاوی اوس یی څنګه مینه ورسره پیداسو.داټول خداناترسه دملت قاتلان خودپرسته دی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

هيواد دوست متمدن
میلمه
هيواد دوست متمدن

تاسي د کرزي د دغي وينا هغه خبري نه دي را اخيستي چي وايي زه نه غواړم امريکايي پوځيان له افغانستان څخه ووزي. دا مجرم ابليس يې هم ميخ وهي هم نال. دی د هيواد په ډېرو مسايلو کي د پردې ترشا منفي لاس وهني کوي. بس الله دې په خپله جزا داسي ورسوي چي د دې نورو شرمښانو هم عبرت سي.