د سايكس پيكو تړون او د مسلمانانو د ناکامۍ لاملونه

نورالله عزام

دا تړون د برتانوي ډپلوماټ مارک سایکس او فرانسوي ډپلوماټ جورج پيکو ترمنځ د روسي امپراتورۍ په توافق په پټه تر سره شوی و، چې د همدې دوو ډپلوماټانو په نومونو ونومول شو، په تړون کې پرېکړه شوې وه چې د عثماني خلافت تر ړنګولو وروسته به د الهلال الخصیب (سوریه، اردن ، فلسطین، لبنان او عراق) سیمه د برتانیی او فرانسی ترمنځ تقسیمیږي او دا د دې لپاره چې د خلافت تر ړنګېدو وروسته دغه هېوادونو په منځني ختیځ کې خپل نفوذ ولري او هلته پر شته زېرمو خېټه واچوي او د منځني ختیځ له مهمو بندرونو څخه ګټه واخلي.

د سايكس پيكو تړون څنګه کشف شو؟

دا تړون د 1915م د نومبر میاشتی او د 1916م، د می میاشتي ترمنځ د برتانیې، فرانسې او روسانو ترمنځ د یو پټ باوري سند په توګه لاسلیک شوی و، دوی نه غوښتل هغه عرب مشران په دې تړون خبر شي چې د دوی په لمسونه د عثماني خلافت پرضد راپورته شوي و، خو تړون د روسي کمونستانو له خوا هغه مهال افشا شو چې کله په 1917 کال کې روسي امپراتوري را نسکوره شوه او هلته کمونیزم واک ته ورسېد، د دې تړون په افشا کېدو سره د هغو عربو پاڅون کوونکو له خوا سخت غبرګونونه را وپارېدل چې په برتانیه او فرانسه یی باور کړی و او د عثماني خلافت پرضد راپورته شوي و، او دغه دواړه هېوادونه هم تر سخت فشار لاندې راغلل، چې همدا غبرګونونه د حسین او مکماهون ترمنځ د لیکونو له لارې تبادله شول.

د سایکس پیکو تړون نتائج

فرانسوي اشغال:

د تړون له مخې د الهلال الخصيب سیمه داسې تقسیم شوې وه چې د منځني ختیځ لویه لویدیځه سیمه سوريا، لبنان او د عراق الموصل به د فرانسویانو په برخه وي، او د جنوبي او شرقي شام ځیني سیمې، دغه راز بغداد، بصرة او ټوله هغه سیمه چې له فرانسویانو څخه متباقي وي د برتانیې په ولکه کې به وي.
دغه راز په تړون کې پرېکړه شوې وه چې د فلسطین اداره به د درې واړو هېوادونو فرنسا، برتانیې او روسيې په مشوره د نړیوالي ټولني له خوا اداره کیږي.
په تړون کې دا هم و چې د عكا او حيفا بندرونو ملکیت به له برتانیې سره وي په دې شرط چې فرانسه به د حیفاء بندر څخه د استفادې پوره حق لري او په عوض کې به یی فرانسه برتانیې ته الإسكندرونة بندر چې د فرانسې په حوضه کې و د استفادې ازادانه حق ورکوي.

د روسانو اشغال:

دا روسانو سره دا تعهد شوی و چې د ترکیې او خواوو شا سیمو بندرونه لکه د دردنيل او مرمرة سمندرونو بندرونه به د روسیې په ولکه کې وي او د قسطنطينيې ښار ته به د خپلواکۍ حق ورکوي او برتانیی او فرانسې ته به د ترکي بندرونو د عبور پوره حق ورکوي.

د منځني ختیځ مقدس اماکن به له مسلمانانو سره وي او د حجاز او نجد پر ځمکه به د یو مستقل اسلامي هېواد جوړولو حق ورکول کیږي. او ایران به د برتانیې د نفوذ برخه شمېرل کیږي.

له عربو سره د اروپا خیانت:

د هاشميانو مشر حسین او د هغه زوی امیر فیصل د عثماني خلافت په له منځه وړلو کې پراخه ونډه لرله، او انګریزانو ډاډ ورکړی و چې د عثماني خلافت له منځه وړلو وروسته به د منځني ختیځ ټوله ځمکه دوی ته سپارل کیږي او هلته به یو مستقل اسلامی او عربي هېواد جوړیږي، خو د پردې تر شا انګریزانو او فرانسویانو د عربو زیاتره مهمي او ستراتیژیکي سیمي په خپلو کې تقسیم کړې وې، د خلافت تر نسکورولو وروسته عربو هڅه کوله چې له دوی سره د کړي ژمني پر اساس په ټول منځني ختیځ کې یو ستر عربي دولت رامنځ ته کړي، خو وروسته پوه شول چې اروپایی متحدینو یې ورسره خیانت وکړ.

اسلامی خلافت له منځه تلل:

اروپایانو خواوشا سل کاله هڅې وکړې چې اسلامي خلافت له منځه یوسې چې بالاخره و توانيدل د مسلمانانو په لاس داکار تر سره کړي، په همدې موخه یی عربو ته ذهنیت ورکړ چې نور نو باید تاسو د عجمو واکمني ته د پای ټکی کېږدی او اصلي حقدارانو عربو او هاشمیانو ته خلافت تر لاسه کړی، عربو د اروپایانو په لمسون د عثمانیانو پرضد پراخه جګړه پیل کړه آن چې کله په کال 1917 م د دسمبر په میاشت کې د امیر فیصل په مشري عربي لښکري شام ته ننوتلې او هلته یی عثمانیانو تو ماتی ورکړه نو امیر فیصل د لورانس برتانوي په امر هغه ټولي سیمې بیرته فرانسویانو ته پرېښودې او دوی شرقي اردن ته په شا شول چې همدا د سایکس پیکو تړون عملي تطبیق یوه برخه وه. خو نادانه عرب هغه مهال پوه شول چې هرڅه یې د لاسه وتلي و.

له پېښي څخه عبرت او د مسلمانانو د ناکامۍ لاملونه:

د تاریخ په اوږدو کې چې کله هم مسلمانانو پر لوېديځو قوتونو باور کړی نو د هغوی له خوا تېر ایستل شوي، چې د هسپانوي فرډينانډ څخه تر اوسنۍ امریکا پورې د داسې پېښو لسګونه بېلګې شته دی، د لوېديځو قوتونو مزاج د نورو تېر ایستل او خپلې ګټې تر لاسه کول دي له هرې لاري او په هر قیمت چې وي، د مسلمانانو لپاره ستر عبرت دا دی چې هر ګز د دوی پر تړونونو او وعدو باور ونه کړي او که هرڅومره په خپلو کې سره مختلف وي باید شرقي او غربي دواړو دښمنانو ته یو موټی وي.

د مسلمانانو د ناکامي څلور ستر لاملونه دي:

۱- د مسلمانانو بې اتفاقي او په نړۍ کې د مسلمانانو د یوه متحد سیاسي او پوځي قوت نه شتون.

۲- پر دښمن خوش باوري.

۳- ناپوهي او په دیني او عصري دواړو علومو کې پاتي راتلل.

۴- په خپل دین په کامله معنی عمل نه کول.

تبصرې (1)