قریشي: پاکستان غواړي طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي، هېواد يې دا غوښتنه لري، چې طالبان بايد له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کيني.

قريشي په اسلام اباد کې له ډان خصوصي ټلويزون سره په مرکه کې ويلي، چې د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره بايد افغانانو په خپلو کې سره کيني او بهرني قوتونه دا ستونزه نه شي حل کولی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير تېره مياشت په ابوظبۍ کې د طالبانو او امریکا ناسته د سولې لپاره ګټوره بللې ده.

د راپورونو له مخې په دغه ناسته کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي استازو د طالبانو له ديپلوماتانو په ټينګار غوښتي وو، چې د ګډ حکومت له پلاوي سره وګوري، خو طالبانو ورته انکار کړی و.

د ګډ حکومت پلاوي له طالبانو غوښتي وو، چې لږ تر لږه د دوی نظر واوري، خو طالبان وايي، چې د کابل حکومت د امریکا په لاس جوړ شوی دی او لومړی بايد د روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره له امريکا سره خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دې وروستيو کې د افغانستان سولې په اړه پراخې هلې ځلې پيل کړي اوي ټينګار کوي، چې د امریکا په ګډون د سيمې ټول هېوادونه بايد د روان بحران پای ته رسولو لپاره خپل رول ترسره کړي.

قریشي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې د ګډ حکومت د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د ولسمشر اشرف غني سلاکار عمر داودزي تېره سه شنبه اسلام اباد کې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سربېره د سياسي ګوندونو له يو شمېر مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کړې وې.

عمر داودزي هلته له رسنيو سره د خبرو پر مهال هيله ښکاره کړې وه، چې د پاکستان په دريځ کې بدلون راغلی او کولی شي، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کينوي.

خو طالبان تيڼګار کوي، چې د اسلامي هېوادونو فشارونه دوی له خپل دريځ څخه نشي اړولی او لومړی بايد له امریکا سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو خبره وشي.

د پاکستان جيو تلويزون او  جنګ ورځپاڼې ژورناليست حامد میر او يو شمېر نور کارپوهان وايي، چې پاکستان پر طالبانو دومره اغېز نه لري، چې د فشار په نتيجه کې يې له ګډ حکومت سره د سولې خبرو ته کينوي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

له قریشی باید پوښتنه وسی؟ تاسوولی نوازشریف په جیل کی اچولۍ دۍ هغوخوتنها پیسی غلاکړی دی نه یی دکفاروسره معاهدی دخپل ملک دعوامو دقتلولوکړی دی او نه یی هډی وکفاروته ورکړی دی اشرفغنی اوحکوخوامریکاپرافغانستان مسلط کړی دۍ یوبام اودوی هواوی خپل مجرم جیل ته اچوی اوزموږدی ته دحکومت حیثیت ورکوۍ،که طالبان افغان ملت دحکومت په صفت منی دیومملکت دحکومت حیثیت لری عمران خان وایی که امریکاموږته دیوبرابرحکومت حیثیت راکوی موږیی روابطوته حاضریوکنه موږهیڅ اهمیت هم نه ورکوو،اشرفغنی اوحکومت خودامریکاغلامان دی طالبان غواړی له بادارانوسره خبری وکی نه دغلامانوسره تاسودداسی حکومت توحین کوۍ چه یوسپر پاورته یی شکست ورکۍ اودوهم یی… نور لوستل »

Naim
میلمه
Naim

دا سه معنى لرى “د پاکستان جيو تلويزون او جنګ ورځپاڼې ژورناليست حامد میر او يو شمېر نور کارپوهان وايي، چې پاکستان پر طالبانو دومره اغېز نه لري، چې د فشار په نتيجه کې يې له ګډ حکومت سره د سولې خبرو ته کينوي.” د طالبانو كورونه د باكستان به شارونو كى, بوزى مرستى او اسلحى هم ورته ويشى, به جنكونو كى ورسره د اى اس اى ملايان موجود وى. او بيا هم باكستان به طالبانو دومره اغيز نه لرى. كه داسى وى نو طالبان خو حرام نمكى كوى زكه توله مرسته د باكستان ورسره او بيا يي هم خبره… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

د پنجاب لاسپوڅي خو تر بل هر چا ډېر د کابل ګوډاګی اداره ده: اول: د وزيرستان يو غازي، پښتون، مهاجر او مجاهد يې پاکستانيانو ته وسپاره. دوهم: د پاکستاني طالبانو د مشر جاسوسي يې وکړه او په شهادت يې ورساوه. دريم: د ډيورن کرښې پر سر د اغزن تار او خندق کيندلو تړون يې لاسليک کړ. څلورم: پاکستاني فوځيانو ته يې په افغاني خاوره د توغندي ويشتلو اجازه ورکړه. پنځم: خپل اجير عسکر يې پاکستان ته د روزنې په موخه وليږل. شپږم: د سولې په پروسه کې د پاکستان مالکيت ته په پوره بې شرمی سره چوپړ وهي په… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

عاقبت كرگ زاده گرگ بود گرچى با اادمى بود . پاكستانى دولت و هغه خره ته ورته دى چى د يوى ونى سره يى ودروى او و پشى ته مازى لاس ورورى دى فكر كوى چى ويى ترلم ، پاكستان دومره دير وخت په غلامى كى تير كرى چى كه اوس يوسه اازاد هم واوسى بيا هم زان غلام ورته شكارى ، هغه وايى او كوى يى چى بادار يى ورته وايى . افسوس پر هغو افغانانو رازى چى اوس هم هغه غيرتى په إيمان پت ، پراازادى مين او اسلامى نظام غوشتونكى طالبان په پاكستان پورى ترى ، لعنت… نور لوستل »