د معدې  جراثيم، لاملونه، نښې، درملنه او له دغو  جراثيمو د ځان ژغورنې لارې چارې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۷ل): ايا تاسې د معدې جراثيمو په اړه څه معلومات لرئ؟ تر دې وړاندې پر اخته شوي ياست، ډېر وخت سړی د ‏معدې په جراثيمو نه پوهيږي، په معده ډېر سخت درد راځي، ‏له معدې کړيږي، خو په لامل يې نه پوهيږي، تر څو يې د متخصص ډاکټر په لارښوونه لابراتوار معاينې نه ‏وي کړي.‏

‏• د معدې جراثيم څه شی دی؟

‏• لاملونه يې څه دي؟

‏• د جراثيمو علامات

‏• د جراثيمو بېلابېل ډولونه ‏

‏• د جراثيمو تشخیص

‏• د معدې د جراثيمو درملنه

‏• د معدې ناروغ لپاره صحي خواړه

‏• هغه خواړه، چې د معدې ناروغ بايد ور نږدې هم نشي

‏• د معدې له جراثيمو د ځان ژغورنې لارې چارې

موږ تاسې ټول بايد د معدې جراثيم، اسباب، علامات او د ځان ژغورنې په لارو چارو پوه شو او که په وخت ‏ورته متوجه نه شو، کېدای شي دا جراثيم د کورنيو نورو غړو او بچيانو ته هم سرايت وکړي.‏

د معدې جراثيم څه شی دی؟

دا يو ډول بکټريا ده، چې  ايچ پايلوري‎ ‎‏ ‏‎ h pylori‏«‏helicobacter pylori‏»‏‎ ‎ورته ويل کيږي، په معده او ‏لويه کولمه کې پيدا کيږي، چې له امله يې معده کې سوخت پيدا کيږي،همدارنګه معده کې د زخم لامل ‏هم  کيږي او که په مناسب وخت يې درملنه و نه شي، په سرطان هم بدليږي او د وخت په تېرېدو د معدې ‏تيزابيت هم ورسره پيدا کيږي.‏

د معدې د جراثيمو لاملونه

د معدې د جراثيمو په ناروغۍ د اخته کېدو ځيې اسباب.‏

‏• د خوراک لوښي، لکه قاشوغې او نور شيان له نورو سره شريکول.‏

‏• د خوړو پاکوالي ته نه پاملرنه او لوڅ سر يې پرېښودل.‏

‏• د خیرنو خوراکونو او خیرنو لوښو کې يې خوړل چې بدن ته ورسره بکترياوې داخلې شي.‏

‏• د معدې په جراثيمو د اخته ناروغانو سره ګډ خوراک.‏

د جراثيمو اغېز ‏

‏• د معدې جراثيمو د پيدا کېدو له امله معده کې  تېزابيت هم پيدا کيږي

‏• د معدې او وړو کولمو د سوخت لامل هم کيږي

‏• جراثيم د داسې زهرجنو موادو لامل کيږي، چې ورسره د خوراک اشتها هم له منځه ځي.‏

‏• که په وخت يې درملنه ونه شي، دغه جراثيم په سرطان بدليږي«دا ستونزه ډېره لږ وخت پيښيږي، خو ‏احتیاط ډېر مهم دی.»‏

‏• ځينې وخت د معدې جراثيم د د وينې د کمېدو «انيميا» لامل هم کيږي او بدن نه شي کولی، چې نوي ‏ګټور مواد جذب  کړي.‏

‏• ځينې وخت د زړه د رګونو د بندېدو لامل هم کيدای شي. «دا هم ډېر لږ وخت امکان لري.»‏

د معدې د جراثيمو نښې او قراين

د معدې د جراثيمو علامات په لاندې ډول دي، بايد ورته متوجه شو، چې موږ تاسې خو به پرې اخته نه يو.‏

‏• په معده کې سخت ځوروونکی درد، چې دغه درد څو دقيقې  او ان تر ساعتونو هم دوام کولی شي.‏

‏• په معده کې د تېزابيت زياتېدل، تر  داسې اندازې، چې زغمل يې ناشوني وي او دغه تېزابيت خولې  ته ‏هم رسيږي.‏

‏• سينه، زړه او شاوخوا غړو کې داسې دردونه او سوخت، چې له امله يې معده د خوراک اشتها له لاسه ‏ورکوي.‏

‏• د خوراک اشتها او وزن له منځه تلل په داسې حال کې، چې په ځان به دې دا باور هم نه وي، چې د ‏خوراک کولو توان لرې.‏

‏• د معدې سوخت، پړسوب، اسهال، کانګې او ورته نورې ستونزې، خو دا په سختو حالاتو کې  کيږي.‏

‏• ځينې وخت ناروغ دومره خراب شي، چې بې هوشي پرې راشي.‏

‏• د ساه لنډيدل او د مخ رنګ خرابېدل «دا هم په سخت حالت کې.»‏

له همدې امله بايد د معدې د جراثيمو درملنه په مناسبه توګه د متخصص ډاکټر په مشوره او لارښونه په ‏خپل وخت وشي او د ستونزې  د زياتېدو د مخنيوي لپاره په لومړيو وختونو کې انسان د خپلې  درملنې غم ‏وکړي.‏

‏ د معدې د جراثيمو تشخیص

کله، چې د معدې ناروغ ډاکټر ته د  درملنې لپاره ورشي، هغه ورته د څو معاينو لارښوونه کوي، چې په لاندې ‏ډول دي.‏

‏• په وينه کې د انټي باډي معاينه، چې دې سره په بدن کې د جراثيمو د شتون او نه شتون معلومات کيږي.‏

‏• د ډکو متيازو «‏stool examination‏»‏‎  ‎‏ معاينه، د دې لپاره، چې د هاضمې سسټم کې خو به نورې ناروغۍ ‏نه وي.‏

‏• د ساه اخيستو معاينه: په دې  کې ناروغ ته مايع اوبه غوندې درمل ورکول کيږي، يوريا، نایتروجن او  شعاع ‏لرونکي کربون ولري، همدارنګه په يو ډول پلاستيکي آله کې د انسان د ساه اخيستو او لاړې تو کولو قوت ‏هم معلوميږي. که څوک د معدې د جراثيمو په ناروغۍ اخته وي، د ساه اخیستو او  لاړې تو کولو پر مهال ‏يې غږ کې  بدلون راځي.‏

‏• د معدې انډسکوپي معاينه «د خولې له لارې د معدې حالت په کامره کتل»، تر څو ډاکټر پوه شي، چې ‏معده کې جراثيم، زخم او نور مضر شيان شته که نه؟

د معدې د جراثيمو درملنه

‏ د معدې لپاره ځانګړي درمل شته، خو ناروغ يې په خپله خوښه د ډاکټر له اجازې پرته نشي کارولی، د درملو ‏خوړلو او د خوراک مقدار او ملي ګرام پيژندلو لپاره د ډاکټر نسخه اړينه ده.‏

‏• ډاکټر د معدې د جراثيمو درملنې لپاره انټي بياټيک «کليترومايسين، مټرنډازول، اوميپرازول» ورکوي. ‏اوميپرازول د معدې تيزابيت او زخم ختموي، ميټرانډازول، چې دلته د فلايجل  او په نورو نومونو پيدا کيږي، ‏چې د معدې  وايرس ختموي او کليترومايسين بيا د معدې جراثيم ختموي او  زړه ته د تلونکو مکروبو مخه ‏نيسي.‏

‏•  د معدې متخصص ډاکټر ‏proton pup inhibitor‏ ګروپ درمل په ورکولو سره د معدې د زخم او د ‏هاضمې د سختۍ درملنه کوي.‏

د معدې جراثيمو د مخنيوي لپاره صحي خواړه

د معدې په جراثيمو اخته ناروغان فکر کوي، چې خوراک کول به د معدې په زيان وي او له همدې امله يو ‏شمېر خلک له خوراک څخه لاس اخلي، خو دا کار د روغتيا لپاره ګټور نه دی.‏

‏• د معدې په جراثيمو اخته ناروغان د خوراک کولو پر مهال د معدې سوخت زياتيږي، خو دغه وخت کې ښه ‏خبره دا ده، چې سړی نرم او مايع خواړه وخوري او په کور کې جوړ شوی جوس وڅښي.‏

‏• له دې څو ورځې وروسته ته کولی شې، چې کچالو، شوروا او دېته ورته نور نرم خواړه وخورې.‏

‏• مشروبات لکه شين چای او نور مايعات ډېرول.‏

هغه خوراکونه د معدې په جراثيمو اخته ناروغان به لاس هم نه وروړي

ځينې داسې خواړه هم شته، چې د معدې د ضعف او خرابۍ لامل ګرځي او  ښه خبره  دا ده، چې ناروغ ترې ‏ځان وساتي.‏

‏• له هغو خوارکونو ځان وساتئ، چې فايبر ونه لري، لکه هګۍ، مکروني او آش.‏

‏• هغه قهوه، چای، کافي او ورته نورو شيانو څخه ځان ساتل اړين دي، چې کافين ولري؛ ځکه چې دا ‏شيان د معدې په زيان دي.‏

‏• له ترخو شيانو، مسالو لرونکو خوراکونو او اچارو ځان ساتل؛ ځکه دا شيان د معدې سوخت نور هم زياتوي.‏

‏• ډېرې مالګې لرونکي او  تروش خوراکونه لکه مالټه او ليمو.‏

د معدې له جراثيمو د ځان ژغورنې لارې چارې

د انسان طبيعت د پاکوالي دي او څوک، چې په دې اړه ناغېړي کوي، له ګڼو ستونزو او طبي مشکلاتو سره ‏مخ کيږي. په دې اړه ځينې اړينې لارښوونې.‏

‏• له خوراک وړاندې او له حمام نه وروسته لاسونه په صابون مينځل.‏

‏• خام او نيم خامه خوراکونو څخه ځان ساتل.‏

‏• د هغه چا له لاسه هم خوراک مه کوئ، چې د پاکوالي خيال نه ساتي.‏

‏• دانې لرونکي خوراکونه کول چې فايبرلرونکي وي او په اسانه هضميږي.‏

‏• اوميګا تري غوړي لرونکي خوراکونه کول، لکه ماهي.‏

‏• زنجیبل او هوږې لرونکي  خوراکونه کول د معدې نظام غښتلی کوي.‏

‏• له سګريټو او نسوارو ځان ساتل.‏

موږ هڅه کړې، چې  خپلو لوستونکو ته د متخصصو ډاکټرانو په لاسونو ليکل شوي مواد پښتو کړو، خو د ‏دې لپاره اړينه خبره دا ده، چې د دې لارښوونو سربېره ګیسټرو انټرالوجسټ متخصص ډاکټر سره مشوره ‏وکړئ او خپلې ستونزې په مناسبه توګه حل کړئ.‏

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د