د «جنسي تيري» تورونه، د رونالډو DNA معاينه کيږي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په ۲۰۱۸م کال کې د نړۍ پر نوموتي او مشهور فوټبالر کريسټيانو رونالډو د څو ښځو لخوا د «جنسي تيري» تورونه پورې شوي وو.

هغه مهال که څه هم رونالډو ته د امريکې محکمې لخوا څه نه وو ويل شوي خو اوس يې پريکړه کړې چې د ثبوت موندلو لپاره به د نوموړي ډي ان ای «DNA» معاينه ترسره شي.

د پرتګال هېواد نامتو لوبغاړی د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کې د یوې امریکايۍ ماډلې لخوا په جنسي تیري تورن شو.

ددغې تورنونکې ماډلې په وینا په ۲۰۰۹م کال کې ورسره رونالډو په يوه نایټ کلب کې له پارټي کولو وروسته ددې په ناخوښۍ کې جنسي تیری کړی و.

د يادې ماډلې له خولې چې هغه مهال د کریسټیانو رونالډو لخوا د وکيلانو له لارې د قضیې په اړه د خولې بند ساتلو په بدل کې ورته تر (۲۸۸۰۰۰ انګلستاني پونډه) ورکړل شوي وو.

که څه هم رونالډو هغه مهال سمدلاسه دغه تورونه رد کرل خو پرتګال لوبډلې يې د ارام ورکولو په بهانه له لوبډلې کښېناوه.

رونالډو چې په نړيواله کچه شهرت لري او څو کاله يې هسپانوي کلب مشهورې لوبډلې ريال مدريد سره تېر کړل او يو شمېر ريکارډونه هم په خپل نوم لري، د تېر کال جولايي مياشت کې دغه لوبډله پريښوده او د ايټالوي کلب يوونتوس لوبډلې سره يوځای شو.

د يادونې ده چې ۳۳ کلن رونالډو په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳، ۲۰۱۴، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کال غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده، نوموړی په دغه افتخار له ليونل ميسي سره مساوي شوی، ميسي دغه جایزه په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵م کال کې ترلاسه کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د