شعـــــرونه

آذان او باران/ مفتون

اکرم الدین مفتون

کوچيانی ژوند خړې کېږدۍ په بیابان او باران
ډېر مې خوښيږي پسرلی، ګډې، اوښان او باران

په یوه زړونه ابادیږي په بل دښتې غرونه
خدایه یو ځای راوله کلي ته جانان او باران

دا د کوم ستړي مجاهد په مخ خولې رادرومي؟
که نا ؟ په خپلو کې مستي کوي ګلان او باران

دوه غبرګ سپېڅلي رحمتونه دي په تا وريږي
افـغـانستـانـه مـبـارک شه! طالبان او باران

د وطن دا مست ماځیګر به له چا څنګه هیر شي؟
شور د آسونو او د جـنـګ سـتـړي غازیان باران

زړه کــې لــرم د هجرت هاغـه نـازولی انځور
پیـاده مزل، لوږه او تنده ماشـومان او باران

د مدرسې جنتي ژونده ارمانجن دې یمه
مسافري او وظیفې او خلاص ګرېوان او باران

هاغه خیرن پیرن لمدې جامې او وېره له مور
ډېر مې یاديږي ماشومتوبه ستا دوران او باران

مفتون ړنګ جومات چې وګورم رایاد شي راته
زمـونـږ د کلـي د شهـیـد ملا اذان او باران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

…………………………………کوم باران…………………………………..
څلویښت کاله وریږی بارانونه…………….یادوی باران که د وینو سیلابونه
روسان تیر شول سکروټی ووراولی……….مجاهدینو باغونه په هدیرو واړولی
توره شپه ده رڼا نه معلومیږی……………..وریځ ده پته نشته باران کا ګلی وریږی
ن……………………………..غمی.پښتین،سټی کنډو.پکتیا ګردیز……

جانان

یاره که زه شاعر وی ستا د ګډو وډو مسخره شعرونه له امله به می شاعری تاته پریښی وی کشکی همدا دی په نثر لیکلی وی خو نثر کی هم نه برابریږی لکه فارسی زبان چه پشتو خبری کوی یا لیکی

غمی،پښتین

جانان صاحب. زما د شعر محتوا له معنی څخه ډکه ده،او وزن،قافیه هم لری، ډیرخلک شعر نشی جوړولی .او ډیرخلک د شعر په معنی هم نه پوهیږی.یو بل شعر پرون ما په اتومات ډول جوړ کړ او یو بیت یی داسی دی، تر پرونه د هورا نعری وهلی…………..په رڼا ورځ د ګر باچوف ګوتی څټلی، دا شعر ډیری معنی ګانی لری،خو کم خلک معنی ور څخه ایستلی شی.دا یوه خلقی ته ډلی وه، د ڼن .ټکی اسیا څخه ډیره مڼنه چه زما نظر او شعرونه نشروی.زما تبصری او کاږه واږه شعرونه ټول سوله ته وقف دی.ولی چه سوله هم یو… نور لوستل »

غ.حضرت

جانانه وروره! د یو چا د هنر ( که هر څومره وړوکی هم وی) په وړاندی سپکاوی ډېر مذموم عمل دی خصوصاً کله چه هغه هنر یا شعر د دین او ټولنیزو ارزښتنو په ضد نه وی.موږ څه پوهېږو، شاید دا شاعر ورور مو یو دروند کس وی او یا وروسته یو دروند شاعر ترې جوړ شی.

غمی،پښتین

حضرت صاحب ستړی مه شی، حق خبره د لیکلی ده،ټولی تبصری د دقدر وړ دی ،الله ج د روغ صورت او نور توفیق درکړی، زما په فکر دا خلک کاڼه او ړانده شوی دی،چه حق خبره یعنی د سوله خبره هم ولیکی ،دوی یی ردوی، پرون د دوی یو ګوندی ملګری لیکلی وه ،چه طالیبان د باید چین روسیه ته لاړ شی ،چینی او روسی عسکر د راوالی او سر حدات د په وساتی ،ما یی دا لیکنه او دا نظر په کلکه رد کړ،د ټولو سترګی سری شوی سری شغلی یی وکړی.هغه زه ښه وم حاضر نه وم کنه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx