
خپله ژمنه ساتي/ زهیب
حافظ محمد قاسم زهیب
تر ځان در تیر دي خو ستا غولی له دښمنه ساتي
یو څو د ګوتو په شمیر خلګ دې وطنه ساتي
له ننګ غیرت حریت نه ډکه پاکه خاوره دي بیا
له لنډغرو د ناټو او واشنګټنه ساتي
دا ستا په غیږه کي لوی شوي ته ځانګو یې د دوی
اصیل بچیان دي دي ستا نوم او ستا لمنه ساتي
در پرې به نږدي په هیڅ وخت کي د خزان لاسونه
د تن په وینو دي خړوبه لکه ونه ساتي
ته د ایوب او ملالۍ د اکبرخان ټاټوبی
نن دي طالب د زمانې له مکناټنه ساتي
ځي د صدیق، عمر، عثمان، علي حیدر په لاره
غیرتي خلګ دي ستا خاوره غیرتمنه ساتي
یار افغانان بیا طالبان دي د زهیب ملګري
تر څو چي ژوند وي خپل دریځ او خپله ژمنه ساتي
پاک الله(ج) مو د دنيا اود آخرت ارمانونه در پوره کړه . عمر(رض) يو مجاهد ته ويل تر څو تا غوندی مجاهد لرو پر کفارو به بريالی يو ، ابو هريره(رض) ور ږغ کړه تر څو چی تا غوندی امير لرو پر کفارو به بريالی يو . امنا ده ستاسو و ايمان او ستاسو و غيرت ته ، که همداسی په ايمان واوسی چی ياست د موری زوی مو نشی ماتولای ، تل تر تله به د الله(ج) په زور بريالی ياست . زه رنځور به دی دعا کړم ښه په مينه به ژړا کړم په دربار کی د الله(ج)… نور لوستل »