د افغانستان او پاکستان دولتي ملايان د سولې په اړه غونډه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ګډ حکومت د سولې عالي شورا د دارالانشا رئيس محمد عمر داودزي اسلام اباد کې د پاکستان حکومت د اسلامي نظرياتي شورا له مشر ډاکټر قبله اياز سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

د سولې عالي شورا وياند احسان الله طاهري ويلي، چې د عمر داودزي او قبله ایاز د ناستې پر مهال دواړو هوکړه کړې، چې په راتلونکي لنډ وخت کې به پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان دولتي ملايان د سولې په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

طاهري وايي، د پاکستان او افغانستان چارواکو په غوښتنه د دولتي ملايانو راتلونکې غونډه به د سولې لپاره ګټوره تمامه شي.

طاهري زياته کړې،چې ټاکل شوې وه، د دولتي ملايانو دا غونډه تر دې وړاندې جوړه شوې وای، خو د پاکستان د نه همکارۍ له امله پر خپل وخت ترسره نه شوه.

د افغانستان سولې په اړه د دواړو هېوادونو د دولتي ملايانو غونډې ته په داسې حال کې هيلې پيدا شوي، چې د سولې عالي  شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې په چارو کې د سيمه ييزې اجماع لپاره د ولسمشر اشرف غني خاص استازی تېره سه شنبه اسلام اباد ته تللی او هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه، د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان او يو شمېر نورو سياسي او مذهبي مشرانو سره کتلي دي.

ګډ حکومت هڅه کوي، چې د سولې او روانې جګړې په اړه مذهبي مشروعيت ترلاسه کړي او په مقابل کې يې پر طالبانو د پوځي فشارونو سربېره سياسي، ټولنيز او مذهبي فشارونه نور هم زيات کړي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پخواني مشر جنرال جان نيکلسن ويلي و، چې د طالبانو د ځپلو لپاره د پوځي فشارونو سربېره مذهبی او ټولنيز فشارونه هم اړين دي او بايد پر کار واچول شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

اوس ښه سو چی ملایان د دولتی او نا دولتی په نوم هم تقسیم شول. څوک شته چی ووایی دولتی او نا دولتی ملایان څه توپیر لری؟ بله خبره: په شیخ الحدیث استاد عبدالسلام عابد چی څو ورځی مخکی په کابل کی حمله وشوه دا به هم په همدی موضوع پوری مرتبط وي، ځکه چی بوازنی سړی چی د پنجابیانو سره د قرآن او احادیثو په ژبه خبری کولای شی همدا استاد عابد دي.

اسد بری
میلمه
اسد بری

لونګ صیب! دولتي ملایان هغه دي چې د دین تحریف ورته هیڅ ښکاري ، دین د دولت په ګټه استعمالوي ، دولتي ملایان هغه دي چې بین الملل ته نعوذبالله د شارع حیثیت ورکوي،لکه سیاف،په ټوله کې دولتي ملایان دین هغه ډول تعبیروي چې د دولت تقاضا وي،او په مولوي عبدالسلام عابد صاحب باندي د برید په هکله باید دا لیکنه ضرور وګورې .
https://www.nunn.asia/136546/%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%DA%A9%DB%90-%D8%AF%DB%8C%D9%86%D9%8A-%D8%B9%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86-%DA%85%D9%88%DA%A9-%D9%BE%D9%87-%D9%86%DA%9A%D9%87-%DA%A9%D9%88%D9%8A%D8%9F-%D8%AF-%D8%B2%D9%86/