نړۍ

له سوريې د امریکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په سوريه کې د داعش خلاف په جګړه کې د امريکا ايتلافي هېوادونه وايي، له دغه هېواد څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.

د فرانسې اې  ايف پي خبري اژانس د امريکايي پوځي ايتلاف د وياند ډګروال سين ريان له قوله ليکلي، چې له سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو چارې عملا پيل شوي دي.

ډګروال ريان ويلي، چې د کره تاريخ،د پوځيانو د ځای او نقل و حرکت په اړه دوی رسنيو ته معلومات نشي ورکولی.

په سوريه کې د بشري حقونو د چارو څارونکې ډله وايي، چې امريکا په شمال ختيځ حسکه سيمه کې له رميلان هوايي ډګر څخه د خپلو پوځيانو د وتلو چارې پيل کړي دي.

له سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو چارې په داسې حال کې پيل شوي، چې د تېر کال د دسمبر مياشتې  په ۱۹مه نېټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ناببره پرېکړه کې له سوريې د امریکايي پوځيانو د ويستلو اعلان وکړ.

د امریکا کانګريس او ټرمپ ادارې يو شمېر غړو د ولسمشر له دې  پرېکړې سره مخالفت وکړ، هغه يې د امريکا په زيان بللې وه.

د امریکا دفاع وزير جيمس ميټس او سوريې لپاره د امریکا ځانګړي استازي بريټ مک ګرک د ټرمپ پرېکړې سره د اختلاف له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د  کانګريس يو شمېر غړو هم د ټرمپ پر دغه پرېکړه نيوکه کړې او غوښتنه يې کړې، چې نوموړی بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي.

خو ټرمپ لا هم پر خپلې خبرې ټينګار کوي او زياتوي، چې سورې ته د پوځيانو لېږلو موخه د داعش ډلې ځپل و، چې دغه ډله تر ډېره ځپل شوې او نور بايد امريکايي پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

الهي هغه ورځ هم ژر په خير او عافيت راولې چي له ګران او ښکلي اسلامي ټاټوبي افغانستان څخه د امريکايي وحشي، ظالمو او اشغالګرو پوځونو د وتلو د پيلېدو دغسي خبر ولولو او د ټولو مظلومو افغانانو زړونه له خوښيو څخه مالامال سي.
داسي ښکاري چي د کفر او سيکولريزم د ماتي او د اسلام د بري او سرلورۍ ورځي رانژدې سوي دي. الله سبحانه دي ټول اسلامي امت د کفر له سلطې او د بې همتو رهبرانو له شتونه وساتي.

جميل

اامين يا رب العلمين

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x