دوي هندي لوبغاړي په بد اخلاقۍ له لوبډلې لرې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د هند کرېکټ بورډ پرون د جمعې په ورځ په «۱۱ جنوري» دوه هندي لوبغاړي (کی ایل راهول او هاردیک پانډیا) په بد اخلاقۍ له لوبډلې بهر کړي دي.

څو ورځې وړاندې د هند دغه دوه تکړه لوبغاړو په یوه هندي تلویزوني خپرونه (کافي ود کرن» کې د پوښتنو ځوابولو پرمهال د ښځو په اړه بې مسوولیته او نازیبا الفاظ استعمال کړي و چې په ټولنیزو رسنیو کې له سخت غبرګون سره مخ شول.

په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګون د هند کرېکټ بورډ اړ کړ چې کی ایل راهول او هاردیک پانډیا له لوبډلې لرې او د کرېکټ بورډ او کرېکټ نړیولې شورا له هر ډوله کرېکټي فعالیتونو کولو څخه تر نامحدودې مودې لرې کړل.

که څه هم دواړو لوبغاړو په دغو خبرو عامه بخښنه غوښتې وه او خپله غلطي یې تسلیم کړې وه خو د هند کرېکټ بورډ په خپله خبرپاڼه کې ویلي وو چې یوازې بخښنه د داسې خبرو مخه نشي نیولای او دوی به له سختې سزا سره مخ شي.

Image result for kl rahul and hardik pandya

کی ایل راهول د هندۍ لوبډلې تکړه او چټک اوپنر توپوهونکی دی، همدا راز هاردیک پانډیا یو تکړه آلراونډر دی چې چټکه توپ اچونه او توپوهنه دواړه کوي، دوی د استرالیا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره اخیستل شوي وو خو د یادې پریکړې له کبله بیرته هېواد ته ستون شوې دي.

د یادو پېښې په اړه د هند لوبډلې مشر ویرات کوهلي هم ویلي چې دوی د لوبغاړو په داسې بد اخلاقۍ او د ښځو په اړه نازیبا الفاظ په استعمالولو ددوی ملاتړ نه کوي او لوبغاړي دې خبر وي چې په داسې کړنو به له لوبډلې بهر کیږي.

ویل کیږي چې تر دې دمه دغه پریکړه تر نامحدودې مودې پورې ده خو د ځینو راپورونو پر اساس به لوبغاړي د دوه یو ورځنیو سیالیو څخه بهر شي، خو ځینې نور راپورونه تائیدوي چې سزا به یې له دې هم لوړه وي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د