جان بس؛ په کابل کې د امریکا سفیر

د امریکا سفارت د ټاکنو کمیسیون د «جدي سمون» وړ بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفارت وایي د ټاکنو کمیسیون «جدي سمون» ته اړتیا لري.

تېره ورځ د امریکا سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نه یوازې دوی، بلکې «افغانان» او نړۍواله ټولنه پر دې باوري دي چې ټاکنیزه پروسه سمون ته جدي اړتیا لري.

سرچینې که څه هم تر دې وړاندې هم د ټاکنو په اړه ان ګواښونه کړي، چې له درغلیو ډکه پروسه به ورته د منلو نه وي، خو بیا هم یادونه کوي چې «افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسي.»

امریکا غیر مستقیم اعتراف کړی چې پر ټاکنیزه پروسه چې دوی يې د خپل یرغل لویه لاسته راوړنه بولي، د ولس باور له منځه تللی دی.

د امریکا سفارت د اعلاميې له مخې دا خلک د داسې ټاکنیزو بنسټونو حق لري چې «پر دې پروسه د ولسي باور د بېرته را جلبولو لپاره لازمه وړتیا ولري.»

په ورته وخت کې روسيې ویلي، امریکا د خپلې «سناریو» د تطبیق لپاره افغان ولسمشریزې ټاکنې ځنډولې دي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، امریکا له خپل فشاره په ګټې ټاکنې وځنډولې، تر څو خپله «سناریو» پکې تطبیق کړي.

د ټاکنو کمیسیون څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې ولسمشریزې ټاکنې د دریو میاشتو لپاره وځنډول شوې، چې دوی يې علتونه نا امني، یخ موسم، نه تیاري او نور په ډاګه کړي و.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامان وایی جه مونږ خپلواک یو او د ټاکنو کمیسون دقانون اساسی له مخی مستقل یا خپلواک کمیسون دی یعنی دکوم وزارت یا ریاست د تشکیل او قوماندی لاندی نه دی. د ټاکنو به مستقلتیا باندی لمړی یی بادارانو ( کابل کی د امریکا سفارت ګوته کیښودله چه [ جدی سمون ] ته اړه لری دا معنی چه د ع او غ ترمنځ ویشل شوی مستقل نه دی . هر څه چه دی د امریکا د سفارت څه کار دی چه وایی جدی سمون ته اړه لری که امریکا او ناتو یی باداران نه دی په کار دا… نور لوستل »