د امریکا سفارت د ټاکنو کمیسیون د «جدي سمون» وړ بولي

جان بس؛ په کابل کې د امریکا سفیر

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د امریکا سفارت وایي د ټاکنو کمیسیون «جدي سمون» ته اړتیا لري.

تېره ورځ د امریکا سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې نه یوازې دوی، بلکې «افغانان» او نړۍواله ټولنه پر دې باوري دي چې ټاکنیزه پروسه سمون ته جدي اړتیا لري.

سرچینې که څه هم تر دې وړاندې هم د ټاکنو په اړه ان ګواښونه کړي، چې له درغلیو ډکه پروسه به ورته د منلو نه وي، خو بیا هم یادونه کوي چې «افغانان باید د خپل مشر د ټاکلو لپاره تصمیم ونیسي.»

امریکا غیر مستقیم اعتراف کړی چې پر ټاکنیزه پروسه چې دوی يې د خپل یرغل لویه لاسته راوړنه بولي، د ولس باور له منځه تللی دی.

د امریکا سفارت د اعلاميې له مخې دا خلک د داسې ټاکنیزو بنسټونو حق لري چې «پر دې پروسه د ولسي باور د بېرته را جلبولو لپاره لازمه وړتیا ولري.»

په ورته وخت کې روسيې ویلي، امریکا د خپلې «سناریو» د تطبیق لپاره افغان ولسمشریزې ټاکنې ځنډولې دي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، امریکا له خپل فشاره په ګټې ټاکنې وځنډولې، تر څو خپله «سناریو» پکې تطبیق کړي.

د ټاکنو کمیسیون څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې ولسمشریزې ټاکنې د دریو میاشتو لپاره وځنډول شوې، چې دوی يې علتونه نا امني، یخ موسم، نه تیاري او نور په ډاګه کړي و.

تبصرې (1)

  • د کابل غلامان وایی جه مونږ خپلواک یو او د ټاکنو کمیسون دقانون اساسی له مخی مستقل یا خپلواک کمیسون دی یعنی دکوم وزارت یا ریاست د تشکیل او قوماندی لاندی نه دی.
    د ټاکنو به مستقلتیا باندی لمړی یی بادارانو ( کابل کی د امریکا سفارت ګوته کیښودله چه [ جدی سمون ] ته اړه لری دا معنی چه د ع او غ ترمنځ ویشل شوی مستقل نه دی .
    هر څه چه دی د امریکا د سفارت څه کار دی چه وایی جدی سمون ته اړه لری که امریکا او ناتو یی باداران نه دی په کار دا دی چه غلام غنی ورته ووایی جه زه د دی هیواد حمهور ریس یم او که تاسی یاست . خو غنی بابا خو فطری متفکر دی که هغه تری دا پوښتنه وکړی هغه به ورته ووای هیر دی شو چه په همدی سفارت کی حمهور ریس وټاکل شوی او یو بل ایجړا مو هم درسره ملګری کړو .
    تاسی خو به هر څه کی زمونږ پوزی راپری کړی ډریوران او پودریان وی میلونران او بیلونران مو درڅخه جوړ کړل او تاسی مونږ ته ځپل شوی طالبان رازوندی او بریالتوب ته ورسول پارلمانی وکیلانو کی خو چه څه خوښه وه هغه ترسره کړه اوس په ریاستی تاکنو کی هم زمونږ پوزی پری کوی .
    خو زه محترم ایجړا سفیر ته وایم چه طالبانو ۸۰ سلنه خاوره او خلک په واک او لاس کی دی شل سلنه رایو چه شفافی هم وی څرنګه ورته تاکنی ویلی شی او هغه د امریکایی الوتکو او ټانکو لاندی ؟