دولتي عسکر له بهرني «همکار» سره

نیویارک ټایمز: یوه اوونۍ کې ۱۳۹ دولتي ځواکونه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې له هڅو سره سره روان ژمی هم د توندې جګړې شاهد پاتې شوی دی، وړاندې تر دې به ژمی یوازې پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاو د ویر او شور ماشور شاهد و، خو له څو کلونو راهیسې ژمی هغه فصل نه بلل کېږي چې جګړه پکې یو اړخیز هوايي بریدونه او شپني عملیات پاتې شوي دي.

طالبانو د ورځې خبره، تر سرلیک لاندې پخپله تبصره کې ویلي چې دې ژمي کې یې نه یوازې سنګرونه ساتلي بلکې پرمختګونه يې کړي او لا هم د پرمختګ لپاره هڅه کوي.

دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو تلفات یاد کړي او د ګڼو امنیتي پوستو د نیولو لیست يې هم خپور کړی دی.

نیویارک ټایمز د روان کال د لومړۍ میاشتې له څلورمې تر لسمې ورځې اړوند یو مفصل راپور خپور کړی، چې پکې يې د ۱۳۹ دولتي ځواکونو او ۱۵ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د سرچینې په وینا دغه تلفات په بادغیس، بلخ، فاریاب، پکتیکا، خوست، جوزجان، غزني فراه او کندهار کې شوي دي.

تازه طالبانو د جوزجان په کولکداش سیمه کې د اتو عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی، چې ځايي چارواکي د شپږو تنو د وژنې مني.

دا په داسې حال کې دی چې دفاع وزارت او کورنیو چارو زارت په جلا جلا ډول په بېلابېلو ولایتونو کې د «عملیاتو» د دوام خبر هم ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د