د ټاکنو کمیسیون چارواکو پر اخلاقي فساد ککړتیا رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون چارواکي هغه څرګندونې رد کړې، چې پر اساس يې د دې کمیسیون غړي په اخلاقي فساد کې ښکېل بلل شوي و.

وړمه ورځ د ټيفا مشر نعیم ایوب‌زاده د ټاکنو کمیسیون د کمزوریو په لړ کې وویل، چې دوی د اسنادو پر اساس دعوه کوي چې دې کمیسیون کې له ښځینه کارکوونکو نه نامشروع غوښتنې کېږي.

هغه وویل دوی شواهد په لاس کې لري چې د ټاکنو کمیسیون ځينې غړي پر اخلاقي فساد ککړ دي.

د دې کمیسیون د ویاند یو مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي دا ډول څرګندونې یوازې د ذهنونو د مغشوشولو لپاره کېږي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، تر اوسه يې د ټاکنیز بهیر ۲۳۰ تنه مامورین په مالي او اداري فساد نیولي دي، خو پر اخلاقي فساد يې لا تر اوسه چاته لاس نه دی ور اوږد کړی.

د ټیفا مسؤلین وايي، عدلي ارګانونه باید په دې کمیسیون کې د اخلاقي فساد د څېړلو لپاره پلاوی وګماري او پر فساد ککړ کسان ارتې تڼۍ پرې نه ږدي.

دا لومړنۍ اداره نه ده چې له ښځينه‌و پکې د نامشروع اړیکو د غوښتنې غږ رسنیز کېږي، بلکې د حکومت د مشرانو پر اعتراف په هیڅ دولتي او خصوصي اداره کې ښځينه د ارامۍ احساس نه کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

عجيبه ده ، دوى په أصل كى دير نمك حرامه دى چى دا يى رد كره ، دا خو پدى نظام كى اخلاقى فساد ندى بلكه د ديموكراسى يو اساسى أصل دى ، دوى ولى خپل مشر ته نه گورى او له هغه نه زده كره نكوى ، له خپل مشر نه دى وپوشتى چى جنابه تاچى د رولا سره واده كاوه سو باى فرينده(لونده گنان) يى له تانه مخكى تير كرى وه .

لونګ
میلمه
لونګ

یاره جمیل صیب بیا دی فول وواهه. ښځه چی خرابه وی په والله که یی په مدینی کی بی بای فرینډه وساتی. وخت ډیر خراب ده الله د زمونږه ټولو پرده وکړي. د خلکو په ښځو به ځان نه لګوو نور چی هر څه وایو وایو به. زه ګوره کله کله چی زړه ډیر درد وکړي ټولو طالبانو ته #### وایم خو د هغوی پر میندو او خویندو پوری توبه توبه. پښتون ته نه ښایی چی داسی خبری وکړی مسلمانان خو بدون له هغه چندان مسلمانان نه یوو.