افغانستاننړۍ

افغانستان کې د جګړې برخه‌وال عسکر امریکا کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وايي هغه امریکايي پوځي چې په افغانستان کې يې هم دنده ترسره کړې وه، په امریکا کې وژل شوی دی.

نیویارک ډیلې نیوز وايي، دغه پوځي رابرټ ګوچ نومېږي او څلور دېرش کاله عمر لري چې څو ځله يې په افغانستان کې روانه جګړه کې هم برخه اخیستې ده.

د سرچینې په وینا هغه په ویرجینیا کې له خپلې پېغلې لور سره یو ځای روان و، چې ډزې پرې وشوې.

نوموړي په روغتون کې سا ورکړه، خو لور يې روغه رمټه پاتې شوې ده.

د ویریجنیا پولیس وايي پر ګوچ د جورج ټامس پر نوم یو تن ډزې کړې، چې دوی نیولی، خو د ډزو علت لا هم نه دی په ډاګه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x