افغانستان

د کابل ـ شمال لار سالنګونو کې تړل شوې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د فواید عامې وزارت وايي، د واورې د ورښتونو له امله د کابل ـ شمال لار سالنګونو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دې وزارت د اعلاميې له مخې په جنوبي سالنګ کې ډېرې واورې او د بادونو د څه مودې لپاره د موټرو د تګ راتګ مخه نیولې ده.

د سالنګ ولسوال صابر احمدي هم نن (شنبه، ۲۲مرغومي) رسنیو ته ویلي، چې دوه ورځې پرلپسې واوره ورېدلې او اندازه يې تر اتیا سانتي متره رسېږي.

د فواید عامې وزارت اعلامیه کې راغلي چې موټر چلوونکي او مسافر دې تر بیا خبرېدلو پورې پر دې لار تګ ته زړه نه ښه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close