د سامسنګ راتلونکی «ایس۱۰» مبایل به تر «۱۸۰۰» امریکایي ډالره بیه ولري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د سویلي کوریا کمپنۍ سامسنګ د خپل ګلیکسي ایس ۱۰ مبایل وړاندې کولو نېټه په ډاګه کړه، له دې سره ددې مبایل په اړه بېلا بېل راپورونه هم وړاندې شول.

سامسنګ په خپل ټویټر حساب پوسټ کړی و چې د راتلونکې فروري میاشتې په ۲۰مه نېټه به د لندن په سان فرانسسکو ښار کې د یوه نندارتون له مخې خپل «ګلیکسي ایس ۱۰» مبایل وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې به سامسنګ خپل راتلونکی مبایل په پنځه بېلا بېلو ډولونو (ورژنو) کې وړاندې کړي، چې له مخې به یې یو ورژن «۱۰۰۰» جي بي حافظه، «۱۲» جي بي ریم او فایو جي «5G» ولري، دا به په دومره سترو ځانګړتیاو د نړۍ لومړی مبایل وي.

په دغو بېلا بېلو ورژنو کې (ګلیکسي ایس۱۰ لائټ «S10 lite» «ټيټه بیه»، ګلیکسي ایس۱۰ سټينډرډ S10 «Standard»، ګلیکسي ایس۱۰ پلس «S10 plus» او ایس۱۰ «S10» وي)، ایس۱۰ به د فایو جي «5G» خدمتونو ځانګړتیا هم ولري او تر ټولو به یې بیه هم پورته وي.

۲۰۱۹م کال د سامسنګ لپاره په دې ډیر اړین دی چې د یادې کمپنۍ د ۲۰۱۸م کال (ګلیکسي ایس ۹) مبایل ددوی د تمې سره سمه بریا ترلاسه نکړه، اوس غواړي له هر لحاظه په ۲۰۱۹م کال کې بریا ترلاسه کړي.

ځانګړتیاوې

ددغې مبایل ګلیکسي ایس۱۰ مبایل سټینډرډ او ګلیکسي ایس۱۰ پلس به د ایج سکرین سره وړاندې شي، سټینډرډ ماډل د ۶.۱ او ایس۱۰ پلس ماډل به د ۶.۴۴ انچه سکرین سره وړاندې شي.

پلس ماډل به د مخې له خوا ۲ او د شا لخوا درې کامرې ولري، او سټینډرډ ماډل به د سیلفي یوه او د شا لخوا دوه کامرې ولري، دواړه مبایلونه به د ګوتې کولپ «فنګر پرنټ» ځانګړتیا هم ولري.

همدا ډول په ایس۱۰ لائټ مبایل کې چې په دې ټولو کې به یې بیه کمه وي د سیلفي لخوا یوه او شاخوا دوه کامرې ولري، خو «فلیټ ډیسپلی» به ورکړل شي او ګوتې کولپ به یې د مبایل په څنګ نرۍ خوا کې وي.

ایس 10 اور ایس 10 پلس کے کانسیپٹ ڈیزائن — فوٹو بشکریہ فوربس

د یوه راپور له مخې د یادو مبایلونو بیې په لاندې ډول دي:

ګلیکسي ایس۱۰ چې د «۵۱۲» جي بي حافظې سره وړاندې کیږي بیه یې تر «۱۳۰۰» امریکایي ډالرو ښودل شوې.

ګلیکسي ایس۱۰ لائټ د «۱۲۸» جي بي حافظې سره په «۸۶۰» امریکایي ډالره.

ګلیکسي ایس۱۰ سټينډرډ د «۱۲۸» جي بي حافظې سره تر «۱۰۲۰» امریکايي ډالره.

ددې مبایل په ورژنو کې داسې مبایل چې په نړۍ کې به د «۱۰۰۰» جي بي حافظې، ۱۲ جي بي ریم او فایو جي ځانګړتیا سره لومړی مبایل وي، چې بیه به یې هم د نړۍ تر هر ځیرک مبایل زیاته وي، دغه مبایل په درې ورژنو کې وړاندې کیږي.

لومړی د «۱۲۸» جي بي حافظې سره په «۱۱۵۰» ډالره، د «۵۱۲» جي بي حافظې والا تر «۱۴۰۰» ډالره بیه او د یو ټي بي حافظې والا بیه چې نړۍ یې حیرانه کړې تر «۱۸۰۰» امریکایي ډالره اټکل شوې ده.

دا به د سامسنګ په تاریخ کې تر ټولو لوړ بیه مبایل وي، بلکې د حافظې او ریم له لحاظه به هم تر ټولو مبایلونو لوړ وي، همدا ډول د 5G سروس وړاندې کولو سره به هم له لومړنیو مبایلونو څخه وي.

یاده دې وي چې سامسنګ په پام کې لري په دغې نندارتون کې خپل ګلیکسي ایس ایکس او کات کېدونکی مبایل هم وړاندې کړي، که داسې وشول روان ۲۰۱۹م کال به یوازې د سامسنګ کمپنۍ په نوم وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د