خلیلزاد هندي چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې په اړه له هندي چارواکو سره خبرې کړي دي.

زلمي خليلزاد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې هندي چارواکو سره يې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ، تلپاتې سولې او سيمه‌ييزو همکاريو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلی خلیلزاد د روانې جنوري  مياشت راهيسې د افغانستان سولې په اړه د څلورو هېوادونو هند، چين، افغانستان او پاکستان په سفر وتلی او تر ۲۱مې جنوري به روان وي.

د هند پوځي او ملکي چارواکو د افغانستان سولې په اړه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د  امريکا د روانو هڅو ملاتړ کړی دی.

د  هند د پوځ لوی درستيز جنرال بپن راوت له طالبانو سره د امریکا مذاکرات د هند او سیمې د امنيت او ثبات په ګټه بللي دي.

جنرال بپن راوت وړمه ورځ ویلي و، چې امریکا او طالبان بايد له قید او شرط پرته يو بل سره مذاکرات وکړي، چې په پايله کې يې افغانستان ته دايمي سوله او امنيت راشي.

اوس د هند د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چې باثباته افغانستان د هند په ګډون د  ټولې سيمې په ګټه دی او نوی ډيلی د افغانستان د سولې روانې پروسې ملاتړ کوي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رويش کمار په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازي په نوي ډيلي کې د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياتوي، چې سشما سوراج زلمي خلیلزاد ته د افغانستان سولې په اړه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

زلمی خلیلزاد به د خپل سفر پر مهال چين، پاکستان او افغانستان ته هم سفر وکړي.

ځينې سرچينې وايي، چې خلیلزاد به روانه اونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري، خو تر اوسه امريکا او يا هم طالبانو رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هند او چین به هیڅ او ډیر کم رول د افغان امریکا سوله کی ولری ، مکر په جنګ کی رول لرلی شی او هغه دا چه د هند له لیاری په پاکستان فشار راوړی چه که د طالبانو په ضد د امریکا د پاره جنګ نه کوی نو افغانستان به له یوی خوا او هند له بلی خوا په پاکستان برید وکړی او پاکستان به سانډویج کړی . حتی جین ته به هم ویل شوی جه که تاسی هم له هغه نفوذ څخه جه په پاکستان باندی یی لری او په بیلونو ډالرو تعاملات ورسره لری کیدی شی جه… نور لوستل »