
پاريس کې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د فرانسې پلازمېنې پاريس کې درنه چاودنه شوې ده.
فرانسوي رسنۍ وايي، چاودنه په يوه ودانۍ کې د ګاز ليک کېدو له امله شوې، چې ګڼ شمېر کسان يې ټپيان کړي دي.
د رسنيو په وينا چاودنه د پاريس په تر ټولو حساسه او مهمه سيمه کې شوې ده.
د چاودنې له امله ودانيو او موټرو ته هم زيان اوښتی دی.
د چاودنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم شوی.