خلیلزاد ولي او څنګه د قطر له غونډې پر شا سو…؟!

نعمت میوند- دوبۍ 2019/1/12

— لنډ جریان:

د ابوظبۍ له غونډې تقریباً لس ورځي وروسته د قطري دولت په غوښتنه او وساطت د قطر دفتر طالب مرکچیانو او د زلمي ترمنځ د روانې میلادي میاشتې پر٨ او ٩ مه نیټه د درې اړخیزي غونډې تابیا وشوه، طرفینو (طالب± زلمي) پرې توافق وکړ.

وروسته بیا د زلمي د ټیم له لوري د غونډې تاریخونه، د ناڅرګندو وجوهاتو له کبله، یوه ورځ وځنډول شول، خو طالب چارواکو بیا هم پرې توافق وکړ.

د قطر دفتر د خپل مذاکراتي پلاوي په امادګۍ پیل وکړ د مشرتابه له طرفه نورو لوړپوړو طالب مشرانو ته هم دنده  ورکړل شوه چې د قطر له ملګرو سره یې یوځای شي او یادې غونډې ته پر ټاکلې نیټه ځان ورسوي.

د قطر حکومت د طالب مرکچیانو د را یو ځای کولو او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو دنده پرغاړه اخیستي وه چې که له افغانستانه، یا پاکستانه او یا هم ایران نه طالب چارواکي راځي؛ دوی به یې پخپله الوتکه کې را رسوي.
په دې اړه پاکستان هم ظاهراً ورسره د همکارۍ ټټر وهلی و.

پر ٧مه نیټه چې کله د طالبانو درې کسیز یا څلور کسیز پلاوی له پاکستانه د تګ هڅه وکړه او د قطر حکومت ورته د طیارې ورلیږلو خبر ورکړ، دا مهال یو ناڅاپه د پاکستانیانو لخوا ورته وویل شول چې امریکایي پلاوی خو غونډې ته نه راځي نو ستاسو د تګ اړتیا څه ده،

څو شیبې وروسته د زلمي د ټیم لخوا هم قطري حکومت ته ویل شوي وو چې زلمی خلیل غونډې ته نه دی اماده خو بیا هم طالبانو او د قطر حکومت ټینګار کاوه چې دوی پر خپل وخت هم د غونډې انتظام کول او هم د غونډې ځای او نیټې ته ځان رسول او ځبلو کي سره غږیدل غواړي ترڅو دوی ته د سولې په پروسه کې د ناغیړۍ او چل ول ګوته ونه نیوله شي.

له همدې ځایه وه چې د جنورۍ پر ٨ مه د شپې ناوخته د قطر حکومت یوه ځانګړې الوتکه پاکستان ته واستوله  ترڅو د طالب پلاوي ملګري هلته ورسوي.

ویل کیږي چې د کراچۍ او یا ښایی د اسلام اباد له هوایی ډګر نه یې د طالب پلاوي د را اخیستلو هوډ درلود؛ خو د پاکستاني چارواکو له لوري د ډول ډول او نه سره لګیدونکو بهانو په وړاندې کولو سره د قطر الوتکه ان د جنورۍ تر لس نیټې پورې وځنډول شوه او د طالبانو پلاوي ته بیا هم اجازه ور نه کول شوه.

— د دې پېښې ترشا راز څه کیدای شي؟

کتونکي یې څلور علته په ګوته کوي :

1- د ابوظبۍ د غونډې له نوعیت نه داسی ښکاره شوه چې د زلمي له لورې د سولې په پروسه کې د اسلامي هیوادونو تر نوم لاندې د ناظرینو شریکانو په وسیله هغه پر طالبانو د فشار کارولو او خپلې بریا ترلاسه کولو په هڅه کې دی.

له همدې امله هغه غواړې چې د سولې پروسه ترپایه د همدې شریکانو په ګډون پر مخ بوزي، زلمی فکر کوي چې په دې کار سره به نوموړی په مذاکراتو کې یا کامیابي ترلاسه کړي او یا به دغه شریکان له طالبانو سره د تل لپاره په شدید ټکر کې واچوي.

نو ځکه یې د همدغو درو شریکانو په فرمایش، پر رډ میدان هم له قطر او هم طالبانو سره وعده خلافي وکړه، په سپینو سترګو له کړې ژمني څخه په ډېره بې پروایي پر شا سو.

2- دویم علت یې دا کیدای شي چې ویل کیږې د راتلونکې غونډې کوربتوب ته یې پاکستان ټټر وهلی و او ښایې چې د اوربند او یا افغان حکومت د ځایولو ذمه یې هم ورته اخیستې وي، پرته له دې چې تر وار له مخه د طالبانو د هو، یا نه، ځواب ترلاسه کړي.

3- درېیم لامل یې ممکن دا وي چې د طالبانو په وړاندې د جدې د غونډې د لغوه کولو عکس العمل وي.

د ابوظبۍ له غونډې وروسته رسنیو دا خبرونه ګرم خپاره کړل چې ګویا راتلونکې غونډه به په جده کې ترسره کیږي، خو د طالبانو ویاند وویل چې د جدې غونډه د دوی په پلان کې نه وه او نشته.

دلته هم عین لوبه تکرار شوه د قطر د طی شده غونډې له لغوه کولو وروسته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس وویل دا غونډه زموږ په پلان کې نه وه.

چې ښکاره مطلب یې طالبانو ته د جدې د غونډې د لغوه کولو ځوابي عکس العمل و.

4- څلورم لامل یې دا هم کېدای شي چي سعودي او متحده عرب امارات له قطر سره ژوره دښمني لري نو کوښښ کوي چي قطر له دې پروسي نه چي اوس یې ډیر ارزښت او شهرت خپل کړی څنګ ته کړي په دې سلسله کي پاکستان او خلیلزاد ته په ډیر څه ورکولو راضي دي خو چی دقطر پر ځای دوی مطرح شي او د طالبانو او قطر اړیکي خړي پړي کړي خو دا هغه باریکي ده چي طالبان هم وار له مخه لا ورته متوجه دي.

— د جدې غونډه:

دا چې د جدې غونډه واقعاً پلان شده وه، او که نه هسي د رسنیو ګنګوسې وي؛ په دې اړه د طالب سرچینو له قوله دومره ویل شوي چې په ابوظبۍ کې له خلیل زاد سره د مجلس پر مهال، خلیلزاد وویل چې طالبانو تاسو که رښتیا غواړۍ چې مذاکرات کامیاب شي، نو تاسو باید د خارجیانو تر وتلو وړاندې د کابل له حکومت سره مخامخ خبري وکړﺉ، نو که د دې کار لپاره تیار یاست راځی چې راتلونکی مجلس په سعودي کې وکړو، سعودي کوربتوب ته تیار دی موږ او دا موجود شریکان او د افغان حکومت استاځي به د راتلونکې جنوري میاشت کې په سعودي کې سره جرګه شوو.

د طالبانو سرچینه وایی چې طالب استاځي یې په ځواب کې پرته له دې چې د جدې غونډه تصدیق کړی یا نه؛  فقط دومره یې وویل، له افغانانو سره خبري کول زموږ کورنۍ موضوع ده موږ غواړو چې لومړی له بهرني اړخ سره د انخلاء خبره حل کړو، سرچینه وایې چې نور هیڅ ډول توافق یا کومه خبره نه ده شوي.

ځکه یې وروسته په اړه طالب ویاند وضاحت وکړ چې د جدې پر غونډه موافقه نه وه شوې.

نو که چیرې د قطر غونډه چې د طرفینو ترمنځ د قطر په وساطت طی شوې وه؛ او خلیلزاد د جدې د غونډې په انتقام کې کینسل کړي وی؛ ښایی چې دا به پر طالب لوري منفي اثر ولري او هغوی به یې د ځان توهین وګڼي چې په پایله کې یې ښایې دا پروسه متاثره شی.

— د اسلام آباد غونډه به وشي؟

پاکستان تر دې نامه لاندې چې ګویا د امریکا ورباندې فشار زیات دی ؛ هغه پر طالبانو ټینګار کوی چې هم له امریکا سره خبرو ته کیني او هم د امریکا ځیني غوښتني ومني او هم یوه ناسته په پاکستان کې ورسره وکړي.

د طالب سرچینو له څرګندونو ښکاري چې هغوی له امریکا سره د اشغال د خاتمې پر سر هر چیرې خبرو ته تیار دي، هغوی په دې کې کومه ستونزه نه ویني چې له امریکا سره په کوم هیواد کې کښینې مګر د معلومې اجنډا سره او پرته د چا د مداخلې یعنې طالبان غواړي چې نه دې په مذاکراتو کې پر هغوی باندي د مستقیم او غیر مستقیم فشار هڅه کیږي او نه دې امریکایی لوری د اصلي اجنډا پر ځای د غیر ضروری او د افغانستان د کورنیو مسایلو په اړه له دوی سره وخت ضایع کوي .

د طالبانو یوې معتبري سرچینې له خولې ویل شوي چې دوی اوس د زلمی خلیلزاد پر نیت شکمن شوي، دوی وای خلیلزاد پرځای د دې چې له طالبانو سره د امریکا او افغانستان لانجه یکطرفه کړي او د امریکایی انخلاء په اړه د ټرمپ د صادقانه دریځ استاځولي وکړي؛ نوموړي دلته نورو لوبو ته لاس اچولی، ګاونډي او نور اسلامي هیوادونه یې د افغانستان په سوله ایزه پروسه کې تطمیع کړي، ترڅو د هغوی له نفوذ او فشار نه ګټه پورته کړي، او پر طالبانو د دایمي اډو خپله اجنډا ومني او یا یې د تل لپاره د ذیدخله اسلامي هیوادونو سره په ټکر کې واچوي،بل شک دا ورباندي کیږي چي دکابل په راتلونکي نظام کي خپلو خاصو کړیو او انډیوالانو ته برخه ګوري.

نو د طالبانو دریځ ته په کتو شنونکې فکر کوي چې که چیرې یوازي له امریکایي پلاوي سره د طالب استاځو د ناستې خبره وي، او هغه هم د طالبانو په خپله خوښه او خپلې اجنډا سره وي

نو زه فکر نه کوم چې غونډه دې ونشي،  ولی که چیرې نور جانبی عوارض، د مداخلو، فشارونو او په چل ول سره د نورو غیر مربوطه اجنډاوو داخلول پکې رامنځ ته کیږي؛ نو زه فکر کوم چې طالبان به نه یوازې په پاکستان کې له غونډې سره توافق ونکړي؛ بلکې ښایې چې د زلمي خلیل په مشرۍ د امریکایې پلاوي سره دا پروسه د اوږده راتلونکي لپاره په خطر کې ولویږي.

یو بل ټکی چې د پام وړ دی هغه دا چي طالبان هم اوس ښه پخه دپلو ماسي پرمخ بیا یې او دخپلو اهدافو په مخ کي دچا دفشار پروا هم نه کوي نو دزلمي خلیلزاد د وعده خلافي او چل ول ممکن بالمثله جواب ورکړي او خلیلزاد پوه کړي چي دا پروسه یوازی ستا په خوښه او پلان پرمخ نشي تلای ترڅو چي زموږ نظر،عزت او غوښتني لحاظ نه شي، نو دا چې تازه د قطر غونډه د خلیلزاد لخوا په لاپرواهي سره لغوه شوې؛ زما په ګمان، امکان لري چې دا یو بل هغه عمده لامل شي چې په راتلونکې لنډ وخت کې طالبان بلي غونډې ته تیار نشي،که څه هم په اسلام اباد کي غونډه به په قطر هیواد دومره درنه نه تمامیږی لکه په سعودی او اماراتو کي چي جوړیږی، په هر حال اوس که غونډه هرځای وي هغه که پاکستان کې وي او یا سعودي او یا هم بل ځای کې، تر هغو به شوني نه وي ترڅو چې امریکایي استاځی زلمی خلیلزاد طالبانو ته د قطر د غونډې د کینسل کیدلو قناعت بخشه وضاحت ونکړي.

پای ……!

avatar
4 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

خليلزاد له دير پخوا نه د افغانستان په چارو كى دخيل دى، د افغانستان د پخوانى جهاد د رهبرانو بى لارى كول هم د د لوى مهارت و ، دى فكر كوى چى طالبان به هم هغوى غوندى په مقام او مال وركولو سره د امريكا بندگان كرى ، دى خطا وتلى . داچى دى تر كفارو لا د اسلام سره كلكه دشمنى لرى ، دى طالبان نشى درك كولاى خو يو كافر به يى درك كرى . زه په ديپلوماسى نه پوهيژم خو كه كيداى شى طالبان دى د خليلزاد سره مذاكرات بند كرى او د ترمپ نه دى… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

بلکل محترم جمیل صاحب
خلیل زاد پرته له شکه هغه امریکایی ده چه دکابل له بلواکه رژیم سره دوینې شراکت لري نوځکه هم نوموړی له خپلوځریو سره دبل هرامریکایی په نسبت زیاته همدردي لري هڅه کوي مزدوران دملت له کساته وژغوري او په قدرت کې پاتې شي

خوخلیل زاد هم شپږ میاشتنی ماموریت لري چه خپله خلیل زاد هم مجبور ده چی یوې موافقې ته ورسیږي

موږ به خپلو مشرانو ته دعاکووچی الله ج دې استقامت لامظبوط کړي

تاسو به خلیل زادووینۍ چه ټرامپ به یې دناکامۍ په صورت کې دسپي غوندې په سپکونومونویادوي اوشړي به یې

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ، وایی ( یوه خبره خو ډیوه خبره ) ، تاسی لیکلی که طالبان غواړی معلومه کړی [ چه امریکا په رشتینی سولی ته لیواله ده او که د سولی په نوم هغه څه لاسته راوړی چه په جنګ کی یی ترلاسه نه کړی شول ] د ترمپ څخه د خلیلزاد په ځای د بل استاذی غوښتنه وکړی که ترمپ یی ورسره ونه منی له دغه منافقانه روغی جوړ لاس په سر او خپلی سپیڅلی جهاد ته ادامه ورکړی .دا ډیر شکلی او ماهرانه وړاندیز دی که طالب مجاهدین دغه تبصره ولولی باید غور پری وکړی او زه… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

میوند صاحب،ښی چاری. په زړه پوری لیکنه د کړی.یوه خبره بله هم شته.هغه دا چه طالیبان ادعا کوی چه اویا فیصده خاوره زما تر کنترول لاندی ده.نو اویا فیصده کی امریکا او طالیبان نشی سره کیناستلی؟ کله یو ته سوال کوی .او کله بل ته سوال کوی،چه د جرګه ځای شته کنه؟ زما خوداسی خوښه ده چه د هلمند سیند په غاړه د مرکه لپاره ټغر سره هوار کړی.جنګ په افغانستان کی ،او مرکه باید هم په افغانستان کی. خو مسله د مرکه د ځای نه ده،مسله بله ده،هغه دا چه امریکایان په داسی مسایلو کی طالیبانو څخه ډیر وړاندی… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

ولا غمي صاحب ډيري سياسي او فلسفئي خبري کوي.
په دي پوه شه چه ستاسي ګوډاګي حکومت او امريکايان هيځ وخت رښتني سوله نه غواړي، ځکه که رښتني سوله راشي نو بيا امريکايان بايد چه له افغانستانه خپلي پښي سپکي کړي او ستاسي ګوډاګي حکومت به هم تغير کوي. کاروان

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظرخلیل زاددټرمپ سره وعده کړی ده چه زه دافغانستان جنایت کاره حکومت په طالبانو منم چه هغوی ومنل سوستاسوهډی طبعی ده چه پاته کیږی ګرزی ددنیادمنافقینوڅخه نظرونه ټولوی مااول لیکلی ووچه ټرمپ ،خلیل زاد اواشرفغنی یوشۍ دی خوخلیلزادآزمویل شوۍ چنه باز دۍ په امریکایانوکی ددونه چنوحوصله نسته،خوزماپه نظر طالبانو۱۸کاله جهادوکۍ حوصله دی نه بایلی جهادته دی ترکامیابۍ ادامه ورکی له ایران،روس اوچین سره دی دامریکایی هډودوتلوکومک وغواړی ولی چه امریکایی هډی دهغوی هم په نقص دی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ