
د سالنګ لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د سالنګ لويه لاره چې تيره شپه د واورې د زيات ورښت له امله بنده شوې وه، نن له غرمې مخکې بيرته خلاصه شوه.
د سالنګونو د څارنې او ساتنې مسؤل انجينر عبدالبصير سالنګي رسنيو ته ويلي دي چې تيره ورځ د واورې ورښت زيات و چې له امله يې لاره د سپرليو د موټرو په مخ هم تړل شوې وه.
نوموړي ويلي دي چې تر اوسه لاره د ټولو بار وړونکو موټرو له پاره نه ده پرانستل شوې او یواځې د سپرليو او واړه موټر کولای شي چې له دې لارې تير شي.
سالنګي وويل چې تيره ورځ څلور ځله د واورې د ښويدو پیښې رامنځته شوې خو د لارې پاکوونکو کارمندانو په هڅو يې کوم اغيز ونه کړ.
د يادونې وړ ده چې د سالنګ لويه لاره هر کال د واورو د ډېرو ورښت له امله تر څو ورځو پورې د ترافيکو پرمخ د برفکوچونو له امله تړل شوې وي.