“لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ” څوک دي؟

را ټولونه: عبدالصمد شاکر

هغوی، چې کوم غم او ویره نه لري څوک دي؟

ایا موږ هم د هغوی څخه یو او کنه؟

که نه یو؛ نو ایا له هغوى ځينې کېدی شو؟

په دغه لیکنه کې به د یادو ټولو پوښتنو د ځوابونو تر څنګ هغه خلک در وپیژنو، چې په هغوی به کومه وېره، غم، خفګان، کړاو او اندېښنه نه وي او ستر څښتن جل جلاله یې پخپل لوی کتاب ـ قرآن کریم ـ کې دیارلس ځایه یادونه کړې ده.

الله جل جلاله د سورة بقره په 38 ایات کې فرمايي: “فَمَن تَبِعَ هُدَاىَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. هغه څوك چې زما د هدايت پېروي وكړي؛ نو پر هغو به څه وېره او غم نه وي.

دا ډول دوهم ځای د همدغه سورت په 62 نمبر ایات کې فرمايي: “إِنَّ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصٰرٰى وَالصّٰبِـِٔينَ مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَعَمِلَ صٰلِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ” بېشکه! د مؤمنانو، يهوديانو، عيسويانو يا صابيانو څخه، چې څوك پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان راوړي او غوره عمل وکړي، د هغوی اجر د هغوی له رب سره دى او د هغوی لپاره هیڅ وېره او غم نشته.

همدا شان د همدغه سورت ـ بقره ـ په درېیم ځای 112 نمبر ایت کې فرمایي: “بَلٰى مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِندَ رَبِّهِ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ” په اصل کښي نه ستاسې څه ځانګړيتوب دى او نه د بل چا، حقه خبره دا ده، هر څوك چې خپل ځان د خداى اطاعت ته وقف کړي او په عملي توګه ښه چلن غوره کړي؛ د هغه لپاره د هغه د رب په وړاندې اجر شته او پر داسې خلكو څه وېره او کړاو نشته.

څلورم ځای د همدغه سورت ـ بقره ـ په 262 نمبر ایت کې د دغه خلکو یادونه کوي فرمایي: “الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَآ أَنفَقُوا مَنًّا وَلَآ أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. كوم خلك چې خپل مالونه د الله په لار كې لګوي او د لګښت څخه وروسته پر چا احسان نه کوي او نه ازار وركوي، د هغو ثواب د هغو د رب سره دى او پر هغو څه وېره، غم او خپګان نشته.

پنځم ځای د همدغه بقرې سورت په 274 نمبر ایت کې د یادو کسانو یادونه کوي او فرمایي: “الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوٰلَهُم بِالَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. كوم خلك چې خپل مالونه شپه او ورځ په ښكاره او په پټه لګوي، د هغو ثواب د هغو له رب سره دى او هغو ته هيڅ وېره او اندېښنه نشته.

شپږم ځای هم د همدغه بقرې د سورت په 277 نمبر ایت کې د نوموړو کسانو یادونه کړې ده او فرمایي: ” إِنَّ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَ أَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَ ءَاتَوُا الزَّكٰوةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ و َلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. هو، كوم كسان چې ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بېشكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او كړاو نشته.

اووم ځای یې د دغه ډول خلکو یادونه د ال عمران سورت په 170 نمبر ایت کې کړې، فرمایي: “فَرِحِينَ بِمَآ ءَاتٰىهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. څه چې الله د خپلې لورينې له مخي هغوی ته ورکړي دي، پر هغه خوښ او سوکاله دي او په دې ډاډه دي، چې كوم مؤمنان، چې له هغوی وروسته په نړۍ کې پاتې دي او لا تر اوسه پورې هلته نه دي رسېدلي، د هغو لپاره هم څه وېره او کړاؤ نشته.

اتم ځای ، چې هلته یې د یادو خلکو یادونه کړې ده هغه د مائدې د سورت 69 نمبر ایت دی، چې په کې راغلي دي: “إِنَّ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصّٰبِـُٔونَ وَالنَّصٰرٰى مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَعَمِلَ صٰلِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. (باور وکړه، چې دلته هیڅوك ټيكدار نشته) مسلمانان وي كه يهوديان، صابيان وي كه نصارا، هر څوك چې پر الله او د اخرت په ورځ ايمان راوړي او نېک عمل وکړي، بېشكه چې نه د هغه لپاره د څه وېري ځاى شته او نه د څه خپګان.

نهم ځای، چې هلته یې د دغه خلکو یادونه کړې ده هغه د انعام سورت 48 نمبر ایت دی فرمایي: “وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ، فَمَنْ ءَامَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. موږ چې كوم پېغمبران لېږو، د همدې لپاره یې لېږو، چې نېکانو ته زيرى وركوونكي او د بد عمله خلكو ويروونكي اوسي؛ نو چې كوم كسان د هغوى خبره ومني او خپله کړنچاره سمه کړي، د هغوى لپاره هیڅ وېره او خپګان نشته.

لسم ځای یې د اعراف سورت په 35 نمبر ایت کې د دغه ډول خلکو یادونه کړې ده فرمايي: “يٰبَنِىٓ ءَادَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ ءَايٰتِى، فَمَنِ اتَّقٰى وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. اې د ادم اولادې! په ياد ولرئ! كه چيرې تاسې ته په خپله ستاسې څخه داسې پېغمبران راشي، چې تاسو ته زما ايتونه اوروي؛ نو څوك چې له سر غړونې څخه ډډه وکړي او خپله کړنچاره سمه کړي، د هغو لپاره څه وېره او کړاو نشته.

یولسم ځای يې د یونس سورت په 62 نمبر کې داسې یادونه کړې ده فرمايي: “أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. واورئ! څوك چې د الله دوستان دي، پر هغوی كومه وېره او کړاؤ نشته.

دولسم ځای، چې هلته یې یادونه شوي ده، هغه د زمر سورت 61 نمبر ایت دی، چې په کې راغلي دی: “وَيُنَجِّى اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوٓءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. د دې برعكس كومو كسانو، چې دلته پرهېزګاري کړي ده، د هغوى د برياليتوب د اسبابو له امله به الله نجات ورکړي، هغوى ته به نه څه افت ورسيږي او نه به غمجن وي.

او ديارلسم ځای یې د احقاف سورت په 13نمبر ایت کې د دغه خلکو یادونه کړې ده فرمايي: “إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقٰمُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ”. په باوري ډول كومو كسانو، چې وويل: یوازي الله زموږ رب دى، بيا ورباندي ټينګ پاتې شول، د هغوی لپاره نه څه وېره شته او نه به هغوى غمجن وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

لَـقَدۡ اَرۡسَلۡنَا رُسُلَنَا بِالۡبَيِّنٰتِ وَاَنۡزَلۡنَا مَعَهُمُ الۡكِتٰبَ وَالۡمِيۡزَانَ لِيَقُوۡمَ النَّاسُ بِالۡقِسۡطِ​ۚ وَاَنۡزَلۡنَا الۡحَـدِيۡدَ فِيۡهِ بَاۡسٌ شَدِيۡدٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَـعۡلَمَ اللّٰهُ مَنۡ يَّنۡصُرُهٗ وَ رُسُلَهٗ بِالۡغَيۡبِ​ ؕ اِنَّ اللّٰهَ قَوِىٌّ عَزِيۡزٌ‏ ﴿ سوره الحدید آیات:25﴾معنی:بیشکه موږ راوه لیږل پیغمبران خپل په واضحونخښو سره اوکښته راولیږۍ موږ له دوی سره کتاب اوتله دانصاف چه قایم اوسیږی خلق پرانصاف اوکښته راولیږله موږاسپنه چه پکښی دجنګ قوت سخت دۍ اوپایدی دی دخلکودپاره اوچه معلوم کړی الله چه څوک مدد کوی دده اورسولانوبی لیدوبیشکه الله ډیرزوروراوغالب دۍ. نوکه څوک عقل لری نوپه دی پوهیږی چه بیله مکتبه اوعالی تعلیمه څوک داوسپنی څخه استفاده نسی کولای،قرآنکریم… نور لوستل »

اسد
میلمه
اسد

جزا ک الله ښکلی لیکنه مو کړی

احمد
میلمه
احمد

جزاكم الله خيراً.مننه وروره، الله پاک دی په خپل حفاظت کی ولره ددی ښایسته متن په راټولولو سره.