فراه: په جومات د هاوان لګېدو له امله دولس تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ په يو جومات لګېدلې ده چې له امله يې دولس تنه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د فراه ولايت د امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب رسنيو ته ویلي دي چې د هاوان مرمۍ تيره ورځ ماښام د پشت رود ولسوالۍ په ټنک سيمه کې په يو جومات لګېدلې ده چې دولس تنه ولسي وګړي په کې وژل شوي دي.

محب ويلي دي چې په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي وضعيت خراب و چې د درملنې له پاره هرات ته وړل شوي دي او پاتې نور يې د پشت رود روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

يوې سيمه ييزې سرچينې افغان اسلامي اژانس ته ويلي دي چې د هاوان په دې بريد کې دوه تنه ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او لس تنه نور ټپيان دي.

د پشت رود امنيه قومندانۍ وياند وايي چې دا مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې ده خو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د هاوان مرمۍ د دولتي ځواکونو له لوري توغول شوې ده او ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

احمدي زياتوي چې د پشت ردو ولسوالۍ په ملا امان کلا او تنک سيمو کې يې پراخ بريدونه کړي دي، ګڼې سيمې يې نيولي دي او له دوو مهمو مرکزونو څخه امنيتي ځواکونه وتلي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د جګړو له امله ډېری وخت ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې له امله يې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ګراف لوړ کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د