افغانستان

د امریکايي ځواکونو افغان ژباړونکی په امریکا کې ونیول شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومی۱۳۹۷ل): امریکايي رسنیو خبر ورکړی، هغه پخوانی افغان ژباړونکی چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره همکاري کړي، د تېري جمعې په ورځ د امریکا د ټیکساس ایالت د هانسټن په نړیوال هوایی ډګر کې له خپلي میرمني او پنځو ماشومانو سره یوځای نیول شوی.

د محاسِف متوکل په نامه دغه ژباړونکی چې په کندهار ولایت کې یې له 2012م نه تر 2013م کال پوري د امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکي دنده ترسره کړې؛ په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له کابل نه امریکا ته تللی و، چې هلته د پوله ساتو ځانګړو ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

راپورونه وایي چې نوموړي هڅه کوله ترڅو د هغي خاصې ویزې په مټ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا د دوی افغان همکارانو ته ورکولي کیږي؛ په امریکا کې پناه واخلي.

بزنس انسایډر ویب پاڼه لیکي، د دغي ویزې یا اجازه نامې په مټ په امریکا کې پناه اخیستل خورا ګران قانوني مراحل لري، چې وینا یې نشي کیدلای په آسانۍ پناه پري واخلي.

ورځپاڼه وایی، چې نوموړی ژباړن تراوسه هم د پولیسو په توقیف کې دی خو میرمن او ماشومان یې په مشروط ډول پریښودل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x