
استراليا په نړيوالو لوبو کې «۱۰۰۰» برياوې خپلې کړې
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د استراليا کرېکټ لوبډله په نړيوالو سياليو کې يوازينۍ لوبډله شوه چې ۱۰۰۰ برياوې يې خپلې کړې.
د هند پر وړاندې په لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ کې له بريا وروسته استراليا د نړۍ لومړۍ لوبډله شوه چې زر (۱۰۰۰) برياوې يې خپلې کړې.
Australia register their 1,000th victory in international cricket! 👏
The Jhye Richardson-led bowling attack powers Australia to a comprehensive 34-run win over India in the first ODI at the SCG.#AUSvIND SCORECARD ⬇️https://t.co/cJ0yJS6W8v pic.twitter.com/vWipnuIWKA
— ICC (@ICC) January 12, 2019
په دغه سيالۍ کې د ۲۸۹ منډو هدف پوره کولو کې هند لوبډلې ۲۵۹ منډې جوړې کړې، په دې سيالۍ کې روهيټ شرما سليزه ووهله او ډهوني د ۱۰۰۰۰ نړيوالو منډو جوړولو په ريکارډ کې ځان ثبت کړ.
استراليا لوبډلې په ۱۸۷۷م کال کې خپله لومړۍ سيالۍ د انګلستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړې وه، چی په دغه سيالۍ کې يې بريا خپله کړې وه، دا د نړۍ لومړی لوبډله ده چې په يو ورځنيو سياليو کې يې بريا خپله کړې ده.
په زياتو برياو کې افغانستان لوبډله په يوولسم نمبر ده چې ټولې يې ۱۰۱ برياوې خپلې کړي دي.
په زياتو برياو کې په دويم نمبر انګلستان د ۷۷۴ برياو سره، دريم نمبر هند د ۷۱۱ برياو سره، څلورم پاکستان د ۷۰۲ برياو سره او په پنځم نمبر ويسټ انډيز دی د ۶۰۸ برياو سره.
ياده دې وي چې همدارنګه استراليا لوبډله په نړۍ کې لومړۍ لوبډله ده چې زيات (پنځه واره) نړيوال جامونه يې خپل کړې دي.
دوی په ۱۹۸۷ کې په لومړي وار، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کال کې پرلپسې درې واره او په وروستي وار په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې نړيوال جام ګټلی دی.