
نړۍوال سازمان: ډاکټر غني د بشر ضد کسانو په ګمارنه بشري حقونه بې ارزښته کړل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان له څو کاله چوپتیا وروسته، یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري سرغړوونکو په اړه راپور کې ویلي، پر بشر ضد کړنو ککړ اسدالله خالد باید د محکمې مېز ته راکش شي.
د ۲۰۱۵ز کال مارچ کې هم د بشري حقونو د څار کمیسیون په افغانستان کې اته لوړپوړي چارواکي چې اسدالله خالد هم پکې و، د بشري حقونو پر نقض، شخصي زندانونو، جنسي تېريو او پراخ فساد تورن کړل.
په یاد راپور کې نه یوازې اسدالله خالد، بلکې عطامحمد نور په هغه وخت کې د بلخ سرپرست، عبدالحکیم شجاعي په روزګان کې د اربکیانو قومندان، خیر محمد تیمور د تخار پخوانی امنیه قومندان، حاجي نجیب الله د تخار د وخت د ملي امنیت رییس، جنرال عبدالرازق د کندهار پخوانی امنیه قومندان چې په یوه برید کې ووژل شو، عزیز الله کاروان په پکتیکا کې د اربکیانو پخوانی قومندان، چې کابل ووژل شو او د بغلان پخوانی امنیه قومندان او د کندوز د اربکیانو مشر میر عالم هم هغه کسان و، چې بشري حقونه يې په زغرده تر پښو لاندې کړي دي.
د بشري حقونو د څار ادارې مرکز چې په نیویارک کې دی، د اسیا د څانګې مشر برډ اډمز يې د ډاکټر غني له لوري د اسدلله خالد سرپرست وزیر په توګه ګمارنه د بشري حقونو بې ارزښته کول بللي دي.
د سرچینې په وینا هغه باید محاکمه شي، بندیزونه پرې ولګېږي او د شته تورونو په اړه دې ځوابونه ووايي.
راپور کې راغلي، خالد نه یوازې ملکي وګړي وژلي، ځورولي، زنداني کړي، بلکې د حامد کرزي په واکمنۍ کې يې په ټاکنیزه پروسه کې دومره درغلۍ کړې، چې امریکایي ملګرو به يې «د رایو کڅوړه» یاداوه.
راپور وړاندې زیاتوي، هغه په کندهار او غزني کې د والیتوب پر مهال ګڼې مېرمنې له جنسي ځور سره مخ کړې دي او چې څوک به يې تر تېري لاندې راغی، د راز په افشا کولو یا هم شکایتو کولو له امله به يې پر مرګ ګواښه.
د بشري حقونو د څار ادارې راپور کې د ملګرو ملتونو د پخواني کارکوونکي کریس الکساندر له خولې هم راغلي، چې اسدالله خالد نه یوازې له مخالفو وسلهوالو او ملکي وګړو سره زور زیاتی کاوه، بلکې په ۲۰۰۷ز کال کې يې د ملګرو ملتونو د پنځو کارکوونکو د وژنې امر هم وکړ.
بې بې سې لیکي، د دې راپور په غبرګون کې يې د اسدالله خالد نظر هم وپوښت، خو ځواب ته حاضر نه شو.
شاوخوا شپږ کاله وړاندې هم د هغه د بشري جنایاتو په اړه راپورونه خپاره شوي، د ۲۰۱۵ز په مارچ کې ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې د کاناډا حکومت د ۲۰۰۷ز کال د پټ راپور پر اساس ویلي و، «سدالله خالد هېڅکله د دې اهل نه دی، چې د ملي امنيت يا بلې ادارې مشري وکړي؛ ځکه چې خالد په ګڼو بشري جرمونو اخته دی او ډېر په فساد ککړ، بد اخلاقه او وحشي انسان دی.»
د بشری حقوقو اصلی مدافعین طالب مجاهدین دی جه د عبدالرازق ړ قهرمان او داسی نورو په شان او حتی همدغه خالد ګیدړ تشی او ډکی سره کډی کړی وی بیا امریکایانو ورله په پلاستیکی پایپونو د شتو او دکو لیاری ورله جلا کړی مګر د میرمنی سره له مجامعت بی برخی شوی د هغی د باره به یی څوک کرایی نیولی خبر نه یم
جانان صاحب،ښی چاری.
څلویښت کاله کی بشری حقوق څه چه .حیوانی حقوق هم نه طالیب او نه دولت،خلقی بلکه هیچا ند ی مراعات کړی،
په ژوندی انسان پوری بمونه وتړل شول.په خرو پوری بمونه وتړل شول.ماشومان د حیواناتو په شان خرڅ شول.
لنډا دا چه د نباتاتو.حیواناتو.انسانانو،جامعداتو ،معایعاتو. حقوق نه طالب مراعات کړی او نه امریکا او نه دولت.
دا هم ېریږده.د الله ج حق هم چا ندی مراعات کړی.نو بشر څه شی دی؟
د جامعداتو حقوق مو په زړه پورې ياد کړي دي،،، ?
په عمومی ډول سره په هر قانون کی د مجرم ملګری مجرم ګڼل کيږی . دا چی مداری کرزی او غريب غنی دا ټوله مجرمين پر ځانو راټول کړی او د امريکا له خوا په کلکه حمايه کيږی ټوله مجرم ګڼل کيږی ، هغه نورچی خولی يی بندی کړی هم د دی مجرمينو خواخوږی او مجرم بلل کيږی . که ښه په ځير وګورو کوم سيسټم چی امريکا په افغانستان کی پلی کړی ګرسره جرمی سيسټم دی ، د دوی د راتګ راهيسی په وار وار داسی پيښ شوی چی د يوی منطقی پوليسو مجرم نيولی ، څارنوالی هم د… نور لوستل »
جانان ساب! زه د خالد او د هغه د خواخوږو څخه کلکه کرکه لرم امّا خبره می پدې تړاؤ نه بلکه پدې ټړاؤ ده چي: په اروپا خصوصاً لندن کی امنیت ډېر ټینګ دی بناً زه نه پوهېږم چي بیانزی صاحب ولی ځانته د جانان او الهام او سیلاب او مجاهد او نور ډول نومونه غوره کړیدی؟ آیا دا د بېری نخښه ده او که یو ډول فیشن دی؟ او د که د نن ټکی آسیا د لښکر سیاهی ده؟ لږ شرم پکار دی. موږ درې ډوله جنرالان پېژنو: حقوقی او قاعدوی جنرال ماشینی او مستعجل او تلواری جنرال خود… نور لوستل »
غ حضرت صاحب! دی لیکنو او تبصرو کی جلا جلا لیذ لوری شتون لری د هر لیدلوری پلویان دا سی معلومیږی لکه یو کس چه دا لیکنی یا تبصری لیکی ، ستاسی لیدلوری چه د کومو سره نزدی دی مونږ او زمونږ د لیدلوری په شان نور ملګری (د کومو چه تاسی نومونه لیکلی ) مونږ ته هم هغه ټول داسی ښکاری چه یو کس په جلا جلا نومو تبصری لیکی. دا مهمه نه ده چه ډیر کسان همدغه یو لیدلوری لری او یا یو کس په جلا جلا هماغه لیدلوری لیکی. مهمه دا ده چه مونږ په هغو لید… نور لوستل »
غ،حضرت صاحب سلامونه،
د مهاجرت په وخت کی پاکستان کی مهاجرو په څو نو مونو راشن کارتونه جوړ کړی وه،اوس راشن کارتونو په ځای یی دا د سوسیال لپاره نو مونه دی،
غ حضرت صاحب سلامونه اونیکی هیلی مو ومنی ! ستاسی تبصره چه د جانان په مقابل کی مو لیکلی وه ، دا چه هغه ستاسی او تاسی د هغه په مقابل کی څه لیکلی ستاسی کار دی مګر د نورو رالړل پکی اسلامی څه چه انسانی اخلاق هم نه ایجابوی زه ستاسی تبصری لولم ډيری می خوښیږی او حتی ځينی مسایل تری زده کوم مګر د ځینو سره توافق نه لرم دلایل یی درته لیکم. ښه دی چه مونږ ستاسی تبصره د سلیمان ورور له تبصری وروسته ولوستله د هغه تبصره می ډیره زیاته خوښه شوه او زما په قهر… نور لوستل »